اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

کابل کې د ارواښاد عبدالمجيد بابي فاتحه واخېستل شوه

نن (دوشنبه) د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ د مايشتي لمړي نيټه په کابل کې د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د شهيد شوي رئيس عبدالمجيد بابي فاتحه دماسپښين له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې واخېستل شوه.
دفاتحې مراسم دکابل په عيدګاه مسجد کې ترسره شول چې کوربه توب يې د اطلاعاتو او کلتور وزير دکتور سید مخدوم رهين، په تخنیکی چارو کې د ولسمشر صلاکار وزیر انجینیر محمد یوسف پښتون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معینان پوهنمل غلام نبی فراهی او وحید سلطان، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی، د ملی راډیو تلویزیون لوی رئیس دکتور عبدالواحد نظری، د کندهار د ټولنيزي ټولني مشر عبدالغفور خدام، ، ملي سوداګر حاجي محمديونس مومند او يو شمېر نورو فرهنګيانو او ټولنیزو شخصیتونو کاوه.
د فاتحې په مراسمو کې پر فرهنګيانو برسېره يو شمير دولتي لوړپوړیو چارواکيو هم ګډون کړى وو.
ارواښادعبدالمجيد بابى د فبروری پر ۲۴ مه په داسي حال کې چي د کور څخه د دندي پر خوا روان وو، د وسله والو کسانو لخوا ووژل سو.
نوموړى يو پياوړى ليکوال، څېرونکی او ژورناليست او له تېرو اتو کلونو راهيسې د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس وو چي له نوموړي څخه يو شمير ارزښتناک علمي اثار هم پاته دي.

كابل كې د ارواښاد عبدالمجيد بابي فاتحه واخېستل شوهكابل كې د ارواښاد عبدالمجيد بابي فاتحه واخېستل شوهكابل كې د ارواښاد عبدالمجيد بابي فاتحه واخېستل شوهكابل كې د ارواښاد عبدالمجيد بابي فاتحه واخېستل شوه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←