د علامه رشتين بابا ځانګړې ویبپاڼه
له ډيرې مودې راهيسې مې دا دزړه هيله او ارمان ؤ چې د رشتين بابا د پاره يوه انترنيټي پاڼه جوړه شي . خو د ډيرو مصروفيتونو له امله دا کار پاتې ؤ.
يو څه موده د مخه ښاغلي سمسور حبيبي راته وليکل چې پښتو او پښتنو ته د پوهاند رشتين بابا د سترو خدمتونو د قدردانۍ او مننې په خاطر په نظر کښې لري چې د هغه په نامه يوه پاڼه جوړه کړي . زما وراره غزن خان هم د پاڼې د جوړلو د پاره هڅې کولې. ما خپل وراره ته وويل چې " ته هم پاڼه جوړه کړه، په دې کښې کومه خبره نشته خو زه د دې طرفدار يم چې ښاغلى سمسور حبيبي صاحب دې هم جوړه کړي، رشتين بابا څرنګه چې اجمل خټک بابا ويلي دي د يو نغري، د يوې کورنۍ ، د يوې قبيلې، د يوې سيمې نه ؤ، بلکې هغه د هرې کورنۍ، هرې قبيلې او بيا په مجموع کښې د ټول پښتون قام د سر تاج ؤ .
دا چې ما د سمسور صاحب خبره ومنله چې د پاڼې د جوړولو کار پر مخ بوځي ، د دې نه زما هدف دا ؤ چې رشتين بابا يواځې په خپلې کورنۍ پورې منحصر نه دى، بلکې هغه د اجمل خټک خبره د ټولو پښتنو د سرتاج دى. رشتين بابا په ټولو پښتنو حقونه لري او ښايي چې ټول پښتانه په يو شکل او بل شکل د هغه د خدمتونو د حقونو يوه برخه ادا کړي.
زه ډير خوښ يم چې د ښاغلي سمسور حبيبي په شان يو با احساسه پښتون دغه کار ته لاس واچو او د کوم احترام له مخې چې دى يې د پښتو ژبې او ادب ستر خدمتګار رشتين بابا ته په زړه کښې لري ، په يو ستر مسؤليت کې ځان شريکوي .
زه له ټولو پوهانو، ليکوالو، شاعرانو، اديبانو، استادانو او د رشتين بابا له علاقه مندانو څخه په درنښت هيله کوم چې د رشتين بابا د پاڼې د ښګلې کولو او ښه کولو د پاره قلمي همکاري وکړي، او د رشتين بابا په باره کښې خپلې ليکنې ، مقالې او اشعار دغې پاڼې ته د نشر دپاره وليږي.
همداشان له ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کيږي چې د پاڼې د لا ښه کولو د پاره خپل وړانديزونه راوليږي او مونږه ته مشورې راکړي.
د رشتين بابا ويب پاڼه
www.reshteen.com
اړيکې : [email protected]
[email protected]
په درناوي
