اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

هالنډ کی کولتوری ماښامی جوړ شو

د افغانانو کولتوری ټولنی فینینډال د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ په ۲۱ نیټه د هالنډ په فینینډال ښار کی کولتوری ماښامی جوړ کړ.

هالنډ کی کولتوری ماښامی جوړ شو

پدغه کولتوری ماښامی کی په هالنډ کی دمیشتو ګڼ شمیر افغانانو سربیره د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی د کار د ډلی ځنی غړو هم ګډون کړی ؤ

هالنډ کی کولتوری ماښامی جوړ شو

ماښامی د ماځیګر په ۷ بجو دښاغلی ډاکتر نور احمد له خوا پیل شو. ښاغلی ډاکتر نور احمد دافغانانو کولتوری ټولنی فینینډال په استازیتوب راغلیو میلمنو ته د هر کلی ویلو وروسته د ټولنی په کار او فعالیت رڼا واچوله، ورپسی په هالنډ کی د افغانستان دکونسلګرئ جنرال کونسل ښاغلی ډاکتر جمراد جمشید وینا وکړه

هالنډ کی کولتوری ماښامی جوړ شو

دغه راز د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی پیغام ددی ټولنی د کار د ډلی غړی ښاغلی فریدالله له خوا ولوستل شو
د ماښامی دوییمه برخه ټنګ ټکور ته ځانګړی شوی وه چی دپښتوژبی خوږ غږه سندرغاړی ښاغلی نادر صدیقی په زړه راښکونکو سندرو ښکلی شوی وه چی ،ښاغلی احمد نور انوری او عزیز افسوس ورسره ملتیا کوله
ماښامی د شپی په ۱۱ بجو پای ته ورسیده

هالنډ کی کولتوری ماښامی جوړ شو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←