اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د PSDP د فرانکفورت د څانګی ایلکشن (ټاکنی ) تر سره شوی

21.03.2010: دپښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د فرانکفورت څانګی د 2010 کال د مارچ د میاشتی په 21 نیټه، ددی څانګی د مشر تابه نوی ایلکشن (ټاکنی/ انتخابات) تر سره کړل .

دفرانکفورت د څانګی له خوا ټاکل شوی ایلکشن کمشنر ( د ټاکنو /انتخاباتو مشر)
ښاغلی سید حسن علی باچا وویل چی ایلکلشن (ټاکنی) د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party - PSDP د منشور (بنسټیزی ) مطابق دډیموکراټیکو (جمهوری) اصولو سره سمی تر سره شوی. چی نتیجی (پایلی) ئی په لاندی ډول دی

۱ ـ ښاغلی محمد اقبال لالا د صـــدر (مشر) په توګه
۲ ـ ښاغلی سید علیشاه دجنرال سیکرټری (عمومی منشی) په توګه
۳ ـ ښاغلی سنګین وردګ د خـزانـچـی (مالی چارو) د مشر په توګه
۴ ـ ښاغلی مسافر ناصر د اطلاعاتو او کولتوری چارو د مشر په توګه د پنځو کلونو پوری وټاکل شول.
دغه راز ښاغلی عبدالطیف اپریدی ته دفرانکفورت د څانګی د صدر(مشر) د ملاتړ (مرستیال) عهده وسپارلی شوه.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشرتابه او د مشرانو جرګی غړی دوئ ته د زړه له کومی مبارکی وائی.

د PSDP د فرانکفورت د څانګی ایلکشن (ټاکنی ) تر سره شوی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←