اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ناروې د اوسلو او تروندهایم په ښارونو کې د افغاتانو د کلتوری ټولنو د غمرازۍ ګډ پېغام

انالله و انا الیه راجعون

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر واخیست چې لوی پښتون سیاستوال، د ساپوهنې ډاکتر، پیاوړی لیکوال او شاعر ډاکتر کبیر ستوری ددې نیمګړې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
مونږ ددې خبر په اورېدو سره ډېر خواشینی شو، د نوموړی مړینه د پښتنو د یووالی لپاره یوه لویه ضایعه ګڼو.
مونږ خپله خواشینی او غمرازی د خداې ( ج ) بخښلی پاتې کسانو ته وړاندې کوو. مونږ په دې لوی غم کې ځانونه ددوۍ سره شریک ګڼو. کورنۍ ته یې جمیل صبر او ارواښاد ته د لوی خداې څخه د فردوس جنت غوښتنه کوو.

روح دې یې ښاد وی.

نظیف الرحمن سرشار او فضل الرحمن حمیدی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←