اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پیښور کی دارواښاد ستوري د کلیزی په مناسبت د ادبی غونډی خبرتیا او بلنه

پیښور: پښتو عالمی کانګرس Pushto International Congressاو ټرائیبل یونین اف جرنلسټس Tribal union of Journalistsـ پښتونخوا، د پښتو ژبی د نوموړی قامپرست شاعر، لیکوال او مبارز ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د کلیزی په مناسبت د یوی درنی ادبی دستوری تابیا کړی ده ، چی د پښتو ژبی لر او بر نوموړی لیکوالان،ادیبان او شاعران به پکی ګډون کوی.

پیښور کی دارواښاد ستوري د کلیزی په مناسبت د ادبی غونډی خبرتیا او بلنه

دا ادبی دستوره / غونډه به د 2010 میلادی کال د اپریل د میاشتی په پنځمه نیټه د ګل (دوشنبی) په ورځ په پیښور ـ صدر کی دایران کولتوری مرکز په هال کی د ماځیګر په دری نیمو بجو شروع کیږی.
پښتو عالمی کانګرس او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس ، پيښورـ پښتونخوا، تاسو درنو هیوادوالو ته په درنښت بلنه ورکوی چی مونږ سره دارواښاد ستوري د کلیزی په ادبی غونډه کی ګډون وکړی اوپه خپل ګډون سره زمونږ دا دستوره لا درنه کړئ.


په درناوی

حميد الرحمن نادان
د پښتو عالمی کانګرس د اطلاعاتو اوکولتوری چارو سیکرټر
هارون شینواری
د ټرائیبل یونین اف جرنلسټس داطلاعاتو سیکرټر

:نیټه دګل ورځ د 2010 میلادی کال داپریل 5 مه .:وخت د ماځیګر دری نیمی بجی.:ځای په پیښور ـ صدر کی دایران کولتوری مرکز هال.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←