اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دسویلی پښتونخواپه ږوب کي دپښتونخوا جشن

دنوروپښتون مېشتوسيموپه رنګه دلته په ږوب کي هم دخيبرپښتونخواپه حق کي دپښتونخواملتپال ګونداوعوامي نېشنل ګوندله خوالاريون ،غونډه او درنه جلسه وشوه،چي په کي په سلګونه خلکوګډون کړی ؤ..
مظاهره چينانودښارپرواټونومارش وکړاودپښتونخوازنده بادنارې ئې وهلې .
دغه جشنی غونډې ته مولوي سلطان خروټي،عبدالقيوم اېډوکېټ،جمال لالابشرمل،عزيزلالا،ملک شيخ محمديارخان مندوخېل،رشيدسيال کاکړ،حاجي اکبرخان مندوخېل،محبوب الله ځلانداونورووېناوې وکړې .
ويناوالوووئيل چي داډېردخوښۍ ځاي دۍ چي پښتنوله شپږولسيزووروسته خپل نوم پيداکړ . پښتانه فرنګي اودپاکستان دولت پردرېوبرخووېشلي دي . اوتل ئې دپښتنودپرمختګ په لارکي خنډونه رامينځته کړي دي .چي ددې په ضدخان شهيدعبدالصمدخان،خان عبدالغفارخان اونورومشرانوډېري ستونزې ګاللې اوزندانونه ئې تېرکړي دي .
ويناوالوزياته کړه چي اوس وخت ددې وخت راغلى دۍ چي پښتانه نورسره يوشي اودخپل حق لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي .
دوي په پاي کي ټولوپښتنوته دخيبرپښتونخوامبارکي ووئيله .
[email protected]
Cell # 0092-300-393762

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←