اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دروسیي د سانکت پترس بورګ په ښار کې دارواښاد ستوري تلين نمانځل کيږي

د2010 زېږ ديز کال داپریل دمياشتې په 13 مه نيټه دروسيې فدراسيون دسانکت پترس بورګ په ښار کې دميشتو افغانانو ټولنيز سازمان (دافغانانو شورا) له خوا دهیواد پياوړي عالم ، سياسی او ټولنيز شخصيت خدای بخښلي ډوکتور کبير ستوري په ياد يوه درنه ادبي غونډه نيول کېږي.
په سانکت پتر س بورګ کې دډوکتور کبير ستوري ټولومينه والو ته خبر ور کول کیږی چې په نوموړي غونډه کې ګډون وکړی .
په دغه ادبي غونډه کې دخدای بخښلي ستوري په ژوند ، مبارزه ، شاعري او علمی ـ ادبي تخليقاتو باندې بحث او مقالې لوستل کېږي .
دغونډې اساسي موخه دستر کبير ستوری له اند او فکر سره دافغانانو پیژندګلوي ده .
که دنورو هیوادونو څخه زموږ ګران هېواد وال غواړي دغه ادبي غونډې ته خپل پيغامونه واستوي کولای شي په لاندې پتو خپل ليکونه را واستوي ، دغه پيغامونه به دغونډې جوړوونکو له خوا ګډونکوونکو ته ابلاغ شي .

په درناوی .
په سانکت پتر س بورګ کې دافغانانودشوراله خوا

بريښنايي پته :
[email protected]
[email protected]
[email protected]
په سانکت پتر س بورګ کې دغونډې دجوړېدو ځای :
ګروخاوایا 41 دګريبایېدوف کتابتون .
ул. Гороховая,Д.41 библеотека имени Гребаедова
وخت او نيټه : داپرل دمياشتې 13 دمسکو په وخت دماښام 18:00 بجې .

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←