اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

بیړنئ لویه جرګه او په مشرقی ولایاتو کی د انتخاباتو بهیر

لیکوال: شاه محمود میا خیل

بیړنئ لویه جرګه او په مشرقی ولایاتو کی د انتخاباتو بهیر

دغه پنډ کتاب چی ۳۰۳ مخونه لری ،کمپوز ئی ښاغلی جاوید امیری کړی دی او په ۱۳۸۵ لمریز کال په کابل کی د پیر پرنټنګ پریس له خوا په ډیره ښه بڼه په سپین کاغذ چاپ شوی
ددی تاریخی کتاب غوره والی پدی کی دی چی د هری ورځی جریان پکی د نیټی سره په پوره تفصیل او روانه او اسانه ژبه لیکل شوی دی . دغه راز د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کی د ځینو ولسوالیو په جوړښت چی ولس خپله ګټه او تاوان په ولسوالیو کی ددغه جوړښتونو په اساس تقسیموی، چی تاریخی اهمیت لری هم رڼا اچول شوی ده
پدی تاریخی کتاب د سریزی پر ځای ښاغلی عبدالله پیکار خپله لیکنه کړی ده.
ښاغلی پیکار د خپلی سریزی په یوه برخه کی لیکلی دی: د ښاغلی شاه محمود میاخیل ددی کتاب «بیړنئ لویه جرګه او په مشرقی ولایاتو کی د انتخاباتو بهیر» یوه ستره ښیګڼه داده چی د یوی ټاکلی زمانی په هکله پکی دولس له مینځه داسی مالومات شته چی کمی او زیاتی نه لری، له مبالغو څخه پکی کار ندی اخستل شوی او دشکل او محتوا له پلوه د ښاغلی میاخیل د خپلو خبرو انداز دی.
میاخیل صاحب په ژبنی لحاظ هم کوښښ نه دی کړی چی تقلیدی شیوه خپله کړی، کومه لهجه چی په ورځنی ژوند کی کاروی په هماغه لهجه ئی کتاب هم لیکلی دی.
ددی کتاب بله ښیګنه داده چی د« شاهنامی» نه زیاته «ولس نامه» ده او که چیری څو پیړئ ورورسته یو لیکوال او یا تاریخ لیکونکی د یویشتمی پیړئ د افغانستان د بیړنئ لوی جرګی په باب څه لیکی نو ددی دور د ټولو ښو کتابونو تر مینځ به یو هم د ښاغلی شاه محمود میاخیل دا کتاب وی، چی د یوه غوره اوبی طرفه ریفرینس په توګه به و کاریږی.

بیړنئ لویه جرګه او په مشرقی ولایاتو کی د انتخاباتو بهیربیړنئ لویه جرګه او په مشرقی ولایاتو کی د انتخاباتو بهیر

Berranai Loya Jarga Au pa Mashriqi Walayati ki de Entikhabato Baheer
By: Shah Mahmood Miakhel

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←