اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

PSDP ، پښتو عالمی کانګرس او PMAP ګډه غونډه وکړه

روان ۲۰۱۰ ع کال د مئ د میاشتی په ۲۱ مه د نیټه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Soial Democratic Party - PSDP د فرانکفورت څانګی په دفتر کې د غنی خان ادبي ، کولتوري ،څیړنیزي جرګي اوپښتو نړیوال (عالمی) کانګرس مشر ښاغلی پروفیسر جهانزیب نیاز او د پښتونخوا ملي عوامي ګوندPMAP ډیپټـی سیکرټری او د پښتونخوا سوبي جنرل سیکرټري ښاغلی ارباب مجیب الرحمان سره چی د اروپا په سفر راغلي دی،ګډه غونډه جوړه کړه.

PSDP ،پښتو عالمی کانګرس او PMAPګډه غونډه وکړه

غونډه د مازیګر په اوه (۷) بجو پیل شوه چی په سیمه کی د پښتنو په اوسنيو روانو کړکیچنو ، دردونکو حالاتو هراړخیزه رڼا واچول شوه او لدی روان ناورین نه د خلاصون په لارو چارو پوره غور وشو، پښتنو ته د خپل پیژند په هکله چی د پښتنو د سوبي نوم په خیبر پښتونخوا واړول شو هم پوره بحث وشو. دغه راز د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPاو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند PMAP مشران پدی سلا شول چی په راتلونکی کی به دواړه ګوندونه دګډ کار په لړ کی خپلي اړیکی لا ټینګوي او د پښتون قامی وحدت په لور به چټک ګامونه اخلي.

PSDP ،پښتو عالمی کانګرس او PMAPګډه غونډه وکړه

غونډه د شپی په ۱۲ بجو پاي ته ورسیده.
د لیدنو کتنو پدی لړ کی ښاغلی پروفیسر نیاز او ښاغلی ارباب مجیب الرحمن دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو سره د ویسلنګ ، کولن او بن په ښارونو کی ، د ګډو ناستو په لړ کی د نظریو بدلون وکړ او ټولو خواووپه ګډ کار ټینګار وکړ.

PSDP ،پښتو عالمی کانګرس او PMAPګډه غونډه وکړه

د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند مشرانو جرګي له ښاغلی پوهاند نیاز څخه چی یو سپیڅلی پښتون دی د خپل ژوند په شپږاتیا کلنۍ عمر کې هم د پښتنی کلتور، چوپړ ته په پوره میړانه ملا تړلی ده ، او د نومیالی قامپرست سیاستوال ښاغلی ارباب مجیب الرحمان څخه د زړه له تله مننه وکړه او ددوئ هلی ځلی چی د پښتون ملت د سوکالئ، ابادي په لار کی ئی کړي او کوی ئی وستایلی.

PSDP ،پښتو عالمی کانګرس او PMAPګډه غونډه وکړهPSDP ،پښتو عالمی کانګرس او PMAPګډه غونډه وکړهPSDP ،پښتو عالمی کانګرس او PMAPګډه غونډه وکړه

د نورو انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
picasaweb.google.de/pashtoonkhwa/PashtoAlamiCongress_PMAP_PSDP

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←