اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د بشرمل ناصر شعري ټولګه چاپ شوه

د بشرمل ناصر شعري ټولګه چاپ شوه

د خوږ ژبي شاعر بشرمل ناصر لومړۍ شعري ټولګه په کاڼي زړه کې تنده چې ۲۱۷ مخه لري د چاپ څخه را ووته د ښاغلي بشر مل په دې ټولګه کې د ده د غزلو تر څنګ د ده ازاد شعرونه، او نظمونه هم ځای شوي دي، هیره دې نه وي چې یاد شوی کتاب د پام مجلې د ادارې په مالي لګښت چاپ شوی دی. کولای شی یاد شوی کتاب په لاندې پتو لاس ته راوړی:

مکتبه قاسمیه، کاسي روډ کوټه
عزیز بوک ډیپو، تحصیل روډ ږوب
د حاجي محد اکرم قرطاسیه او د کتابونو پلورنځی کلات افغانستان.

په درنښت
محمدالله ارین احمدزی
د اړیکو شمیره:۰۷۰۰۱۵۰۰۵۴او ۰۷۸۶۸۶۵۶۸۳
[email protected]
[email protected]
12/6/2010

باداره څنګــــه ورقيب تـــــه سره ګلونـــــه وېښي
دوخت سپرلى ماته پـــــه کلي کې اورونه وېښي

څوک تـــرهګرشوچاتــــه نــــوم دشهيدنـه ورکوي
افغان وطن بـــه لاتــــرڅودننګ سرونــــــه وېښي

دچادکـــورپـــــه دروازه کې دشپې بـــــم وچاودي
څوک دنفرت راته پـــــه ښارکې کاغذونــــه وېښي

موږ دفساد ميدان کې ژوندسره اخته يوپـــه غم
هاغــــه آسمانـــــه تل د ستوروخېراتونــــه وېښي

بخته جهــان ورنـــــه دمينې خوشالي لــــوټ کړې
بشرمل هغـــه وخت حاضرشم چې دردونه وېښي
بشرمل ناصر
کلات 12/5/2010

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←