اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په ميدان ښارکې دمڼې ګل دودیزې کلنۍ مشاعرې خبرتیا

دجمعې په ورځ به ميدان ښاردلسمې مڼې ګل دوديزې کلنۍ مشاعرې کوربه وي

دپښتووياړلي ادب مينه والوته په ډېرې خوشحالۍ سره خبرورکووچې دجمعې په ورځ به ميدان ښاردمڼې ګل دوديزې کلنۍ مشاعرې کوربه وي .

دميدان وردګوولایت ميشت فرهنګيان اوديادولایت ولايتي اداره به موپه دغه مشاعره کې دکوربه توب وياړولري.
هيله ده چې په دې مشاعره کې ټول درانه شاعران په خپل ګډون سره دوستانه شېبې ولري، موږبه هڅه وکړو چې ستاسوددوستانوښه کوربه توب وکړو

دپسرلي هواخورده ده مڼې ګل نيولى
بوډۍ ګازونه خوري له خياله پال يې بل نيولى
څه ښه دېره ده آشنايان سره راټول خوشحال ي
هريو راغلى دې محفل ته ځای يې خپل نيولى

ځای : دولايت مرکزميدان ښار

وخت: دجمعې ورځ اته ويشتم غبرګولى

دليدوترشېبې موټول په ټوله سترتياسره وبښي .

دلازياتومالوماتولپاره په لاندې شمېره اړيکې ونيسۍ.

۰۷۷۷۰۶۵۸۴۲

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←