اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د استاد خواخوږی په نامه منځنی ښوونځی پرانیستل شو

د استاد محمد ابراهيم خواخوږی په نامه منځنی ښوونځی پرانیستل سوه

نيټه: ۴-۴-۱۳۸۹/۲۴-۶-۲۰۱۰
کابل - افغانستان
د کابل په دولسمه ناحیه (احمدشاه بابا مینه) کې د استاد محمدابراهیم خواخوږی په نامه یو منځنی ښوونځی پرانیستل سوه.

د استاد خواخوږی په نامه منځنی ښوونځی پرانیستل شو

دغه ښوونځی د افغانستان دپوهنې وزارت لخوا څو کاله د مخه جوړ سوی وه او تر دې وړاندې د (اووم بلاک) ښوونځي په نامه یادیده، چې په دې وروستیو کې یې نوم دیوه کمېسیون په ترځ کې د پوهنې وزارت لخوا د (استاد محمد ابراهیم خواخوږی) په نامه واړول سوه.
د ښوونځی د نومونې په پرانیست غونډه کې د احمدشاه بابا مېنې د پوهنې اړوندانو، د ناحیې لوړپوړو چارواکو، دسیمې مخورو، دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولنې غړو، د ښوونځي زده کوونکو، فرهنګیانو او نورو مینه والو برخه اخیستې وه

د استاد خواخوږی په نامه منځنی ښوونځی پرانیستل شو

.
په غونډه کې بیلابیلو کسانو خبرې وکړې او زده کوونکو پکښې ترانې او شعرونه وویل.
د غونډې په پیل کې د احمدشاه بابا مېنې د پوهنې امر ښاغلي جلالي د پوهنې وزارت لخوا دغه ښوونځی د استاد خواخوږی په نامه نومول، پر ځای ګام وباله او ارواښاد یې د یادونې او ستاینې وړ شخصیت وګاڼه.
د همدې ښوونځي مدیر ښاغلي خورشید د ښوونځي په اړه وویل چې دغلته کابو ۱۴۹۳ زده کوونکي په لوست بوخت دي، چې په ۲۸ بیلابیلو ټولګيو ویشل سویدي.

د استاد خواخوږی په نامه منځنی ښوونځی پرانیستل شو

ده په دغه ښوونځي کې د ځینو ستونزو له لاسه سر ټکاوه او د خواخوږی ادبی او کلتوري ټولنې له مشرتابه څخه یې هیله وکړه چې په حل کې یې ورسره ګډې هلې ځلې وکړي.
ښاغلی خورشید د ښوونځي د انګړ د دیوال، فرنیچر، لابراتوار، لوبغالي نشتوالی او د ښوونځي د ودانۍ په بې کیفیته ډول جوړېدل مهمې ستونزې وګڼلې.

د استاد خواخوږی په نامه منځنی ښوونځی پرانیستل شو

د سیمې یو تن وکیل ښاغلي اعظم هم د خواخوږی ادبی او کلتوري ټولنې له مشرتابه څخه وغوښتل چې د ښوونځي د انګړ او ادارې په جوړښت کې ورسره بشپړه مرسته وکړي.
د غونډې په پای کې د خواخوږی ادبی او کلتوري ټولنې مشر الحاج غرزي خواخوږی د سیمې د اوسیدونکو او سیمه ییزو چارواکو د غوښتنو په ځواب کې وویل چې د ټولنې لخوا به ددغه ښوونځي د انګړ د جوړښت او ادارې لپاره

د استاد خواخوږی په نامه منځنی ښوونځی پرانیستل شو

د فرنیچر په برخه او دغلته د زده کوونکو لپاره د کمپیوټر د زده کړې زمینه برابره کړي.
غونډه کې زده کوونکیو ته کتابچې، قلمونو، کتابونه او مجلې هم ورکړل شوې.
نوموړې غونډه په دعایه او وروسته د سهارنۍ په خوړنه پای ته ورسېده.
Gharanai Khwakhuzhi
Head of Media Section and Foreign Relations
Khwakhuzhi Literary and Cultural Association
Cell: 0093 700 197765
235, Shar-e-Now
Kabul - Afghanista

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←