اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

فرانکفورت: د پښتونخوا د جشن ویډیو پر لیکه شوه

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

Pashtoons Social Democtatic Party (PSDP)د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
چی ،دلری اوبری پښتونخوا د پښتنو ګډ سنګر دی د ۲۰۱۰ع کال دجون په ۱۲مه نیټه دفرانکفورت څانګي په کوربه توب د فرانکفورت په ښار کی د« پــښـــتـونـخـــــــوا جــشــن» جوړکړ.
پدی جشني غونډه کې اروپا میشتودهيواد والو، پوهانو، سیاسي ، ټولنیزو او ولسي سړیتوبونو ، شاعرانو، لیکوالانو،میرمنو، تنکیو ځوانانو ، پیغلو او د پښتونخوا په سلګونو مینه والو او د ای ار وائی ، پي ټي وي او نورو خبري رسنیو استازو ګډون کړی ؤ.
دغه راز د عوامی نیشنل ګوند مشر او د ریلوی مرکزی وزیر ښاغلی حاجی غلام احمد بلور د غونډي ځانګړي مشر میلمه ؤ.

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

د ګوند د مشرانو دجرکي غړي ښاغلي سید عليشاه، له خوا دغونډی ګډونوالو ته د هرکلي وویلو وروسته ښاغلي محمد صادق خان د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره غونډه پرانستله.

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپورفرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

د غونډي د سټیج چاري د ګوند خپرونو د چارو مشر ښاغلي عزیز سرشار له خوا پر مخ بیول کیدي.

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

غونډه د ماښام په اووه بجو د پښتنو په ملي ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره پیل شوه.
ورپسي د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا د فرانکفورت د څانګي په استازیتوب د غونډي ګډونوالو ته هرکلی او ستړي مه شي وویله، لدي وروسته د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر ښاغلی تاریخپوه علی خان محسود دګوند په سیاسي مبارزه او د پښتونخوا په تاریخ او د سیمي په روانو کړکیچنو حالاتو هر اړخیزه رڼا واچوله او له ښاغلي حاجی غلام احمد بلور څخه ئی مننه وکړه چی زمونږ سره د پښتونخوا جشن په خوشالئ کی ګډون وکړ.

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

ورپسی د ګوند د کورنیو چارومشر ښاغلي مبارز څاپی خپله ارزښتناکه لیکنه ګډونوالو ته واوروله.
دغه رازد ګوند دوییم مرستیال ښاغلي نصیر خان د ستر پښتون محمد ګل خان بابا ارزښتناک او مانا لرونکي افکار ګډونوالو سره شریک کړل، او د ګوند جنرال سیکرټري ښاغلي نصیر ستوری د ګوند نوی ټاکل شوی مشرتابه ،چی ټاکني ئی په ۲۹ مئ ۲۰۱۰ پای ته رسیدلي وي حاضرینو ته وروپیژندله، لدی وروسته د ګوند د ښځو او د ټولنیزو چارو مشري میرمن خاپیرئ شینواری په خپله وینا کی په پښتنو میرمنو او پیغلو غږ وکړ چی

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

د پښتو او پښتونولئ په لاره کی دی خپلي هلي ځلي لا ګړندئ کړي او پدی لاره کی دی د خپلو میړونو، او اولادونو پوره پوره ملاتړ وکړي.
ورپسي د سایل صیب شعر (خوښ د پښتونخوا په میږتون یمه پښتون یمه) په ځانګړي او په زړه پوري انداز سره د یو ی ډلي ځوانانو له خوا وویل شو، چی غونډي ته ئی زیاته ښکلا ورکړه.

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

ورپسی ددی غونډي ځانګړي میلمه ښاغلی حاجی غلام احمد بلورچی له پښتونخوا څخه د پښتونخوا جشن کی د ګډون لپاره راغلي ؤ ګډونوالو ته وینا وکړه اود پښتونخوا د نوم د لاسته راوړلو، د پښتنو او د سیمی په اوسنیو کړکیچنو حالاتو او په ځانګړی توګه د کوزی پښتونخوا په روانه غمیزه ئی رڼا واچوله .

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

لدی وروسته دپښتونخوا دجشن په مناسبت لنډه او په زړه پوري مشاعره وشوه چی دپیغلي ډیوه سنګین وردګ له خوا پدي شعر سره پیل شوه«د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده*** په کابل او پیښور کی افغان یو دی» د مشاعري په لړ کی ، ښاغلي مطیع الله روفي،ښاغلي نسیم ستوري، میرمن اوګئ باوري، ښاغلي وسیم لایق، ښاغلي عبدالطیف اپریدی، ښاغلي ببرک دقیق شفیق ، ښاغلي ګل عزیز باوري، ښاغلي استاد بصیر احمد اصف، ښاغلي عزیز افسوس ، ښاغلي عبدالولي برهان، ښاغلي خیبر مومند، ښاغلي پيښوري شینواري . ښاغلي محمد اسحاق، ښاغلي ایوب خان، ښاغلي محمد داؤد هلمند او ښاغلي بسم الله خان سنګین ځدران په ښکلی انداز کی شعرونه واورول .

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

ورپسی د غونډی د ټنګ ټکور جشني برخه پیل شوه چی ، د هیوادنامتو او خوږ غږو سندرغاړو، ښاغلی انجنئیر عبدالطیف راهي او ښاغلی نادر صدیقي ښکلی ښکلي ملی سندری وویلی چی د ګډؤونوالو د خوښئ سبب وګرزید

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

غونډه په ملي اتڼونو سره د شپی په دوه نیموبجو پای ته ورسیده او د غونډی د تخنیکي همکارانو ښاغلی نسیم ستوری او ښاغلی عبدالولي برهان څخه مننه وشوه.

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

دغه راز غونډ ته د هیواد له دننه او بهر څخه د ځني سیاسي ګوندونو او کولتوري ټولنو او سازمانونو د مبارکئ پیغامونه رارسیدلي ؤ چی وخت د کمئ له امله ونه ویل شول، د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له دغو ټولو څخه د زړه له کومی مننه کوی

فرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپورفرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپورفرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپورفرانکفورت کی دPSDPله خوا د پښتونخوا جشن راپور

یادونه: د غونډی د انځورونو البوم د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
Pashtoonkhwa Jeshan Photos

د ويډیو لیدلو او اوریدلو لپاره دلته ټک ورکړئ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←