اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د کابل او ننګرهار ترمنځ کراټې سيالۍ ترسره شوې

د کابل او ننګرهار ترمنځ د کيوکوشېن کان کراټې دوستانه سيالۍ په پلازمېنه کابل کې ترسره شوې
وړمه ورځ د غه سيالۍ د افغانستان د کيوکېشن کان کراټې سازمان ریس ښاغلی شیهان محمد سیر آزادنی په مشرۍ پای ته ورسیدې .
په دې سیالو کې يواځې د کابل او ننګرهار لوبډولو د دریو بېلابېلو عمر لرونکو لوبغاړيو چې شمېر يې اويا ۷۰ تنو ته رسېده، په دغو سياليو کې ګډون کړی وو. شیهان آزادنی وايي ، دغه سيالۍ په افغانستان کې د کيوکېشن کان کراتې د پرمختګ ، او د لوبډلو ترمنځ د ملګرتیا او پېژندګلوي په موخه جوړې شوې ، چې په نتیجه کې نوموړې سیالۍ د ننګرهار لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې . دا ډول سیالۍ نه یوازې په هیواد کې د کیوکیشن کان کراټې لوبه پیاوړی کوی ، بلکه د لوبغاړو تر منځ د تجربو د شریکیدو لار بیاموندی شي .
محمد الله صابری منګل
_______________________________________
Mohammadullah Sabiri Mangal
Afghanistan Chief Advisor
Kyokushin-kan International -Afghanistan
Phone: + 93 (0) 799 824 983

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←