په زابل کې د سولې مشاعره وشوه
د ځوانانو ملي اوټولنيز ارګان له خوا د جمعې په ورځ د۱۳۸۹ کال د زمري په پنځلسمه نېټه د ښاروالى په تالار کې جوړه شوه. د سولې مشاعرې ته په زابل کې قامي مشرانو، ديني علما،دولتي مامورين ،شاعران،ليکوالانو او له کندهار،غزني اوکوڼر څخه راغلي مېلمنو ګډون درلود
دسولې مشاعره د جمعې په ورځ سهار په اته بجې د شاروالي په تالارکې د قاري محمدسليم له خوا د قران شريف په سپېڅلي اياتوسره پېل شوه او ورسته ملي سرود په اورولوسره پرانستل شوه،د وياند چارې د سيداحمدحيران او ابراهم مسيح په غاړه وې، د پېل وينا د زابل ولايت والي الحاج محمداشرف ( نا صري) واوروله او وې ويل چې زابل يو لرغونى تاريخ لري په غېږه کې ډېر اتلان زېږولي دي،لکه ميرويس نيکه.احمدشاه بابا چې نه هيروندونکي شخصيت دي موږ په دوى وياړو،او نن چې کوم ځوانان زه وينم زړه مي يخ شو، چې زابل له فرهنګي ځوانانو او له مشرانو خالي نه ده.داوطن سبا دې ځوانانوته پاته ده،بايد له فکره کارواخلي،دښمن لېڅي رانغښتې دي دعلم ډېوه وژني تياره جوړوي ،زه له داسي ادبي اوفرهنګي ځوانانوته هيله من يم.خداي دي تل تاسو ته ډير عمر درکړي چي زابل لپاره دعلم پوهي کارپرمخ بوزدى او دسولې پېغام ترخلکو ورسوي له دي ورسته قامي مشر سپين ږيرى الحاج محمدنبي خان توخي وويل چي زابل له هغو ولايتوڅخه دي چې ډېري ستونزي لري
بايدموږ د غه ستونزي هواري کړو په خپل منځ کې سوله او ورورولي راولو،بيا له ورسته قاضي عبدالحميدقانت په خپلوعالمانه خبروکې وويل چې مسلمانان سره ورڼه دي د دوى په منځ کې سوله پکارده، که چيري يو انسان څوک وووژني لکه ټول انسانيت چې وووژني،انسان اشرف المخلوقات ده.او له دې ورسته ډاکټرظاهرشاه رشيدي يوه تاريخي ويناوکړه چې د زابل اتلان يې په ګوته کړل چې څوک داسي تاريخي ميړني،نوميالي لري هغه بايد له هچا څخه ويره ونکړي،که چيري د بنګال خلک په مجيب الراحمن وياړي او دښمن ته ووايې چي ته هڅکله راتلى نشې چې د بنګال په دروازه کې د مجيب الرحمن قبر دى.نوموږ هم داسي بې شمېره اتلان لرو او نن هم هغه ټاټوبى سپېره نه ده چې کوم دتوري او قلم له لاري خپل نوم درلود،لکه نوميالي اتل ميرويس نيکه، سيدال خان ناصر،سلطان ملخي، او داسي نور په فرهنګي نړۍ کې چې د پښتوژبي لومړى شاعراميرکروړ دا هم دزابل وو نن عصرکې عصمت قانع،غوندي وياړلي شخصيت لرو چې د قلم ډيوه تل ځلانده وي او خداي دي دې ځوانانوته برى ورکړي چې دوطن خدمت ته ملاوتړي او دسولې څراغونه پکې بل کړي دځوانانو په استازيتوب محمدرسول عزيز وويل چي موږ ځوان نسل به دوطن په چوپړ کې ځانونه ستړي کوو او دمشرانو ملاتړ ته اړتيالرو ،او اخرنۍ مقاله احمدولي سرحدي په انګلسي واوروله چې د سولې پېغام پکي موجود وو د ځوانانوله ځينو مشرانوته ستاينليک ورکړشو له دې ورسته مشاعره پېل شوه چې بشرمل ناصر ته د شعر لوستلو بلنه ورکړل شوه او مشاعره د سولې تر عنوان لاندي تردوو بجوپوري وغزېده له مشاعري ورسته لومړي ،دوهم او دريم شاعرته دووه زره افغانۍ او يوه جوړه کالي او لونګۍ ورکړې او نورو قامي مشرانواو شاعرانوته يې يوه جوړه کالي ورکړو او په تالارکې ټولوګډونوالوته يې دولايت له خوا ډوډۍ هم ورکړه داپه زابل کې يوه تاريخي مشاعره وه














[/center
