د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري درنې کورنۍ ته!
موږ د ډاکتر کبير ستوري ناڅاپي مړينې ډېر خواشيني او ويرژلي کړو. هغه خپله ټوله ځواني د لربر تس نس پښتون- افغان ولس د پيوستون له ستر ارمانه ځار کړه او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ترې لاس پر سر نه شو ګوندې ترې راپاتې ستوري يې هغه نيمګړى پاتې ملي-انساني ارمان له هماغسې ټينګ هوډ و ايمان سره پر مخ يوسي او له دې سره يي ارمانژلې پښتني اروا ښاده او هوسا وساتي!
موږ يې په دې ترڅ کې چې د هغه جنګيالي او فرهنګيالي اروا ښاده غواړو، ويرژلې کورنۍ او پاتوړو هممورچلو ته د زړونو له تله خواخوږي وړاندې کوو!
پوهاند دوکتور م.ا. زيار- سيد حسين هاشمي(پاچا) او کورنۍ
کسفورډ، اپرېل 2006
