اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

دارباب محمد همایون خان خلیل په مړینه د PSDP غمرازئ پیغام

Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)
Press and Information Secretariat

په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د خدائی خدمتګارو دقامی ازادی بخښونکی غورځنګ تکړه غړی، د باچا خان بابا د لاری مل اود ارباب سکندرخان کشر ورور ارباب محمد همایون خان خلیل د ۲۰۱۰ ع کال د اکتوبر د میاشتی په ۳ مه نیټه د اتوار ( یکشنبی) په ورځ لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی
انا لله و انا اليه راجعون
دارواښادجنازه په پښتونخوا کی په خپله پلرنئ هدیره کی په ۴/۱۰/۲۰۱۰ نیټه خاورو ته وسپارل شوه.
ارواښاد ارباب محمد همایون خان خلیل په قامي سیاست کی ډیر فعال ؤ او د عوامی نیشنل ګوندANP پخوانی جنرل سیکرټری هم پاتی شوی دی.
ارواښاد ارباب محمد همایون خان خلیل د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP سره نزدی اړیکي لرلي او پښتنو د یووالی،عدم تشدد، سوکالئ او ابادئ په لاره کی دمرګ تر وخته پوری نه ستړی کیدونکی هلې ځلې کړی دی چی پښتون قام به دده خدمتونه تل یاد ساتی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP د خدای بخښلی ارواښاد ارباب محمد همایون خان خلیل مړینه پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ، ارواښاد ته د لوی خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوی ، د کورنۍ ،خپلوانو او سیاسي ملګرو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي
روح دی ښاد وی
په درناوی

نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندجنرل سیکرټری

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←