اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

سپوږمۍ له کابو يو کلن ځنډ وروسته بيافعاله شوه

سپوږمۍ ويبپاڼهwww.spogmai.com چې د يوشمېرافغانو ليکوالو په مټ د سپوږمۍ رسنيز او کلتوري مرکز لخوا چليږي، د لوى اختر د مبارکې ورځ په لومړۍ ورځ، له کابو يوکلن ځنډ وروسته بيا فعاله شوه.

سپوږمۍ ويبپاڼه به د تېر په شان،وخت په وخت مينه والو ته په خوږه او درنه پښتو ژبه پوهنيزې، ادبي، تاريخي، سياسي،کولتوري،ټولنيزې، مالوماتي،سياسي ليکنې او تاوده خبرونه وړاندې کوي.

همداراز په دې هڅه کې به وي چې د هېواد له بېلابېلو وګړيو او مخورو اشخاصوسره مرکې وکړي او له روان ناورين څخه د وتلو پر لارو چارو يې کتنې، اند او ليکنې خپرې کړي.

سپوږمۍ هوډ لري چې د تېر په شان د پښتو ژبې علمي مطالب را ټول او د نړۍ جال په مټ يې د نړۍ تر هره ګوټه ورسوي، چې د اړتيا په وخت کې ترې مينه وال بشپړه ګټه واخلي او له بل لوري په انټرنيټ کې پښتو ليکنې په اسانۍ وموندلاى شي.

همداشان سپوږمۍ کوښښ کوي چې په هېواد کې دمدني ژوندانه او اسلامي+افغاني چوکاټ کې د ولسواکۍ لپاره د عدم تشدد مبارزه وکړي او خپل درانه هېوادوال چې له لسګونو کلونو راهيسې په پردۍجګړه کې سوځي، د نړيوالو له پټو دسيسو څخه خبر کړي.

هيله ده چې مينه وال به له سپوږمۍ سره د تېر په شان خپلو همکاريو او لاسنيوي ته دوام ورکړي او خپلې ليکنې، نظريات ... به په دې پته [email protected] برېښليک کړي.


Mob:- 0093(0) 786 7777 26
0093(0) 7786 3132 5
E-mail:- [email protected]
[email protected]
[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←