اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پښتنه سندرغاړی یاسمین ګل ووژل شوه

پښتنه سندرغاړی یاسمین ګل ووژل شوه

د پښتو ژبې تکړه سندرغاړی او د پښتو ډرامو ممثله ياسمين ګل د ۲۰۱۰ ع کال د نوامبر په ۲۷ مه نیټه د خالی ( شنبې) په ورځ په خپل کور کې ووژل شوه .
ارواښادی ياسمين ګل دپښتونخوا په بیلابیلو تلویزیونونو کی په ډیرو ډرامو کی کار کړی ؤ ګڼ شمیر سندری ئی ویلې او د پښتو موسیقئ د ډګر تکړه سندغاړی وه.
د خدابخښلې ياسمين ګل مور وويل چې دوئ کلونه وړاندی له کندهار څخه کوټی ته را کډوال شوی ، چی لور ئی اتلس میاشتي دمخه ئی په چمن کی له يوه ځوان سره په خپله خوښه واده کړى ؤ، چی له واده وروسته ئی په ډرامو کی کار پریښودی ؤ او سندري به ئی هم نه ویلې .
د ياسمين ګل مور وائی چی لور ئی د خپل میړه او د هغه د ورور له خوا په زهرو وژلې شوې ده. او دحکومت څخه ئی غوښتنه وکړه چی د لور قاتلان دی محاکمه شی.
د غه راز تیر ۲۰۰۹ ع کال د اپریل په ۲۷ مه نیټه د پښتو ژبې یوه بله تکړه خوږ ژبې سندرغاړی میرمن ایمن اوداس د خپل ورور له خوا په پیښور کی ووژل شوه.

پښتنه سندرغاړی یاسمین ګل ووژل شوه


خدای بخښلې یاسمین ګل

پښتنه سندرغاړی یاسمین ګل ووژل شوه


خدای بخښلې ایمن اوداس

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←
پښتنه سندرغاړی یاسمین ګل ووژل شوه · Pashtoonkhwa