اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په ننګرهار کې دکيوکشن کان کراټې سیالۍ ترسره شوې

په ننګرهار کې دکيوکشن کان کراټې سیالۍ ترسره شوې .
په ننګرهار ولايت کې د څلورو ولايتونو تر منځ د کیوکوشین کان کراټې دوه ورځنۍ پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې.
د ننګرهار ولايت په مرکز کې د کېوکشن کان کراټې دوه ورځنۍ پيل شوې سيالۍ د تېرې جمعې په ورځ پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د څلورو ولايتونو، ننګرهار، پکتيا، خوست او لغمان ۷۵ تنه لوبغاړو برخه اخيستې وه، چې په پاى کې ننګرهار لوبغاړي په دې وتوانېدل چې لومړى مقام خپل کړي.
په دغو سياليو کې د پکتيا کیوکشن کان کراټې لوبغاړو دوهم، د لغمان لوبغاړو درېيم مقام خپل کړ.
د افغانستان د کیوکېشن کان کراټې سازمان سلاکار او د سهیل ختېڅ زون مشر ښوواند استاد محمد الله صابري رسنيو ته وويل چې په دې سياليو کې په ګډون ډېر خوښ وو او ويل يې چې دغه ولايتي سيالۍ د دوئ لوبغاړو ته
زړورتيا ورپه برخه کوي چې په راتلونکو نورو لوبو کې ښايي ښه وځليږي.
صابري وايي د دغو دوستانه سياليو ته چې موخه يې د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شريکول او د لوبغاړو يو له بل سره پېژندګلوي وه، د خوست او پکتيا څخه اووه، له ننګرهار او لغمان څخه پکې (۶۸) کسانو برخه اخيستې وه.
دى د پکتيا ولايت په دوهم مقام خپلولو خوشال وو خو ويل يې چې د دې ولايت لپاره د المپيک ملی کمیټه بايد دې لوبې د پراختيا په خاطر کوټلي ګامونه واخلي .
د يادونې وړ ده چې په پکتيا ولايت کې لاهم د ژمنيو لوبو او تمرينونو د ترسره کولو له پاره وړ ميدانونه او جمنازيمونه نه شته .
داود تپان
پکتیا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←