اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پسرلي يوويشتمه ګڼه له چاپه راووته

له شماله د خپرېدونکي پسرلي يوويشتمه ګڼه له چاپه راووته

پسرلي يوويشتمه ګڼه له چاپه راووته

يادښت: که څه هم د پسرلى خپرونې پرله پسې يوويشتمه ګڼه نږدې دوه مياشتې مخکې له چاپه راوتې وه؛ خو له پېښوره د راوړلو پر لاره په کابل ګمرک کې د دولت له خوا نږدې ۴۰ورځې بنده کړاى شوه. له نېکه مرغه دوه ورځې وړاندې د تکړو پښتنو ملګرو په مرسته مو پسرلى خپرونه له ګمرکه راخلاصه او ولايتونو ته ولېږله.

د پسرلى مجلې د پنځم کال درېيمه او پرله پسې يوويشتمې ګڼې هم د تېرو هغو په څېر د هېواد پر روانو سياسي حالاتو ليکنې خپرې کړي دي.

د پسرلي په لومړۍ پښتۍ د فخر افغان باچاخان تصوير او په درېيمه پښتۍ يې د لوى افغانستان نقشه سره راغلې ده.

د مجلې سرليکنه د ((توره کرښه او لوى افغانستان)) تر سرليک لاندې د ډيورڼد تپل شوې کرښې ته ځانګړې شوه ده، چې په کې لروبر افغانانو ته د دې فکر ورکولو هڅه شوې، چې د کرښې داوړو خواوو ته پروت ولس سره يو دى او لږه ترلږه دغه فکر بايد پاتې نسل ته ولېږدول شي.

همداراز په خپرونه کې د ((زموږ باچا)) تر سرليک لاندې په پښتونخوا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صدر مختار خان يوسفزي ليکنه راغلې، چې د فخر افغان باچاخان په هلوځلو او د لوى افغانستان په ځينو مسايلو راڅرڅي.

نړيوال ځواکونه او د افغان کليوال (کور په کور) جګړه تر سرليک لاندې د مصطفى مستعان ليکنه ده، چې په هېواد کې يې د اربکيو يا سيمه ايزو پوليسو جوړېدو روانې پروسې ته د شک په سترګه کتلي دي. په ليکنه کې راغلي، چې دغه پروسه د بهرنيانو په ملاتړ رامنځ ته شوې او په هېواد کې به خپلمنځي جګړو ته لمن ووهي.

ځوان ليکوال حفيظ اندړ په تېرو پارلماني ټاکنو ليکل کړي، د ((د ولسي جرګې ټاکنې، د افغان تاريخ اوښتونکې پاڼه)) تر سرليک لاندې ليکنه کې په ډاګه کوي، چې په تېرو ټاکنو کې د شويو درغليو له امله هغو کسانو پارلمان ته هم لاره پيدا کړې، چې د افغانستان له نوم سره مخالفت لري او د دې هېواد د ټوټه کېدو شوم نه پلى کېدونکي پلانونه ورسره دي.

له شماله خپرېدونکي پسرلي د تېرو ګڼو په څېر په دې ګڼه کې هم هڅه کړې، چې په هېواد کې د ايران د لاسوهنو په اړه مالومات له لوستونکو سره شريک کړي. په دې ګڼه کې د ايران د لاسوهنو په اړه د ځينو نورو ليکنو تر څنګ د ((په افغانستان کې د ايران بيارغونه که بيا ورانونه)) تر سرليک لاندې ځوان ليکوال حماد خان ژباړه ده، چې په افغانستان کې د ايران لاسوهنو ته اشاره کوي او په ډاګه کړې يې ده، چې ايران د افغانستان د بيارغونې لپاره کار کوي، که د ځان په ګټه يې زموږ د هېواد بيا ورانونه پيل کړې ده.

پسرلى مجله د هېواد له، کابل، غزني، خوست، بلخ، بغلان ، کندوز، ننګرهار، کندهار، کويټه، پېښور، پکتيا او د نورو ولايتونو له بېلا پېلو کتابپلورنځيو څخه ترلاسه کولى شئ.

په هر ولايت کې د پسرلى مجلې د ترلاسه کولو په موخه په لاندې پتو اړيکې نيولى شئ

0799833338

[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←