اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په شارجه کی د میشتو پښتنوسره دګوند د لومړی مرستیال لیدنه

07.03.2011

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال عربی هیوادونوکی د خپل سفر په ترڅ کی په ۱۷ فرورئ ۲۰۱۱ په شارجه کی د میشتو پښتنو/افغانانو سره لیدنه کتنه وکړه.

لومړئ غونډه چی دښاغلی جاوید ګردیوال په دیر ه کی جوړه شوی وه، ګډونوالو ته د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د موخو او پروګرام په هکله مالومات ورکړل شو ل. ورپسی د ښاغلی خیال میا صاحب په دیره کی بله غونډه جوړه شوه جی په عربی هیوادونو او شارجه کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د څانګی په جوړولو خبری اتری وشوی ، پدی تړاو د فبرورئ په ۲۵ مه نیټه د ښاغلی الحاج پیرمحمد ګردیوال له خوا یوه درنه غونډه او میلمستیا جوړه شوه چی د ښاغلی حاجی صیب عبدالظاهر، ښاغلی حاجی احمد او ښاغلی حاجی حبیب سربیره په عربی اماراتو کی میشتو ګڼ شمیر پښتنو/افغانانو ملی سوداګرو پکی ګډون کړی ؤ. په دغه غونډو کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په کار، فعالیت، مبارزه،بنسټیزه، موخو او هدفونو رڼا واچول شوه او د ښاغلی محمد شیرین ګردیوال له خوا پدی هکله ددوئ پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. د غونډو ګډونوالو او د پښتنو ځوان کول ژمنه وکړه چی په په نزدی راتلونکی کی به په شارجه اوعربی اماراتو کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند څانګي پرانیزی او د پښتون قامی وحدت د احساس د راژوندی کولو او بیدارولو لپاره به کوټلي ګامونه اخلی.

په شارجه کی د میشتو پښتنوسره دګوند د لومړی مرستیال لیدنهپه شارجه کی د میشتو پښتنوسره دګوند د لومړی مرستیال لیدنه

د نورو انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ

https://picasaweb.google.com/pashtoonkhwa/NaweyZareeeNewsOfPashtoonkhwa#

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←