پښتو نړيوال امن کنفرنس 29، 30 اپريل 2011
که توفيق د اتفاق پښتانه مومي زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
ګرانه وروره! خورې سلامونه
په سخته کې سړى، چې د هر طرف نه نااميده شي، نو د خپل ورور سره صلاح کوي او بيا، چې خبره د خپلې مور وي، نو دصلاح لپاره به د ورور نه زيات غوره نږدې او بهتر بل څوک وي. دا خبره هم زموږ د مور پښتو ده او که خبره کوو، نو هم موږ پښتانه وروڼه به يې سره خپلو کې کوو، نن زموږ مور ډېره ناجوړه ده، ضعيفه ده، بې اسرې ده او د درد و غم ناقلاره ده، په د اسې حال کې زموږ فرض جوړېږي، چې ددې په ښه راشو هم ددې خبرې لپاره موږ د ټولو پښتنو وروڼو/ خويندو د راغونډولو او دصلاح مصلحت کولو لپاره عالمي پښتو کانګرس د يو پښتو نړيوالې جرګې تابيا کړې ده، راځئ، چې کېښنو او په خپلو کې سره صلاح شو، چې څه به کوو؟ څه کول پکار دي او څه موږه کولى شو، موږ به درته سترګې په لار يو او اميد لرو، چې د ژوند د هلو ځلو، منډو او کارونو روزګارونو نه به لږ شان زموږ وروڼه خپل دې ولسي فرض له خامخا ورکوي.
کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي
ازغي مه کره په پښو کې به دې خار شي
ډېره مننه
په درناوي- عالمي پښتو کانګرس
[email protected]
00923005902876
03009323058
03009396578
03005928268
03459396465

