اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

وزیرستان ادبي کلتوري مرکه

بکاخېل سرای اېف آر بنو

وزیرستان ادبي کلتوري مرکهوزیرستان ادبي کلتوري مرکه

اړیکې

0333 973 6090

0928 62 20 90

0336 41 00000

اغراض او مقاصد

! د وزیرستان ادبي زیارونه را مخته کول

!وزیرستان د ادبي او کلتوري پنګې ژغورنه

! د وزیرستان فولکلوري ادب ته پاملرنه کول

! وزیرستان نړئ ته پخپل اصل شکل کښې

ور پېژل

! د وزیرستان ليکلو لوستلو ځلمو کښې سیاسي

او ولسي شعور رابیدارول

! د وزیرستان اقتصادي حالت په ګوته کول

! د وزیرستان سیاحتي مرکزونو ته د نړئ مخ ور اړول

! د وزیرستان ځلمي په قلم ښائسته کول

­­­­­­­­­­­­­­­ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تګلاره

! ـــــ د پورتنو اغراضو او مقاصدو د ترلاسه کولو د پاره

نړېوالو کانفرنسونو اهتمام کول

! ـــــ د وزیرستان د فخر وړ شخصیاتونو د یادونې اهتمام کول

! ــــ د وزیرستان د بې وسه ولسي شاعرانو کلامونه چاپ کول

! ــــــ د یوې ادبي او کلتوري مجلې خورول

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وروڼو!

وزیرستان چې نن د کوم حالاتو نه تېرېږي ، هغه اړتیا دې ته لري چې د دې خاورې که شاعر دی یا اديب ، عالم دی یا امي ، استا‌ذ دی یا طالبعلم ، ملا دی یا چڼی ، صحافي دی یا وکیل ، ملک دی یا معتبر،ډاکټر دی یاانجنیر،باید چې هر وګړی پکښې خپل کردار په صحيح توګه ولوبوي ـ د ٫٫وزیرستان ادبي کلتوري مرکه٬٬قیام هم د دغه لړئ یو کړئ ده ـ مونـږ به د خپلو مقصدونو د تر لاسه کولو د پاره پورته ذکر شوو ټو لو طبقو ته ځان رسوو، او د خپلې کړنلارې د اسانولو په غرض به د دوي نه د مالي او ځاني مرستې د اخستلو پوره پوره هڅه کوو ـ هیله لرو چې مونـږ سره به د سیمې هر با شعوره کس ملا وتړي، چې هم د دوي په مټ مونږ خپل دغه مقصدونه تر لاسه کولی شوـ

د باقاعده غړي توب اعلان به بیا

ولې ډېر زر د رسنیو له لارې کوو

»»»»»»»»()«««««««««

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←