اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ږوب: خبرتيا

ژړوي مي هغه تللي تللي خلګ په نامه تاريخي کتاب چي دږوب ديوادبي اوکلتوري تنظيم دګلوڅانګه له خواد زرټوکه په شمېرتازه له چاپه راوتلی دی، دمخکتنې دستوره به داتوارپه ورځ دسپټامبرمياشتې پر۲۵مه نېټه سهارلس بجې په بي اېنډآرمېلمستون کي کېږي، غونډه پردووبرخووېشلې ده، په لومړی برخه کي به ډاکټرلياقت تابان، ډاکټرنصيب الله سيماب، برکت شاه کاکړ، عبدالکريم بريالی، سيال کاکړ، قاري جمال الدين مساپر، ډاکټرشفيق، محمدنعيم آزاد، محمودآياز، عمرګل عسکر، محمدآمين، مهرالله خپلواک، نظرپانېزی، ډاکټرنصرالله وزير، برملاخان برمول، داودبخت مندوخېل، حافظ رحمت نيازی اونورالدين عديم ثاني دامن،پښتنوته ورپېښې ستونزې اودحل لارې ترسرليک لاندې مقالې وړاندي کوي . اودوهمه برخه پښتومشاعرې ته ځانګړې سوې ده . دغونډې دلومړی برخې مشرمېلمه به دخيريه موسسې اين ډي ايم اې مشرښاغلی ظفراقبال قادراوددوهمې مشري به کمشنرميراختياربنګلزی اوايالتي وزيرانجنيرزمرک اڅکزی کوي . په دغه پرتمينه غونډه کي به د ږوب په شمول دلراوبرپښتونخواګڼ شمېرليکوالان،فرهنګيان اودادب مينه وال برخه اخلي رفيع الله مندوخېل، ږوب

Cell # 0092-300-3937628

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←