اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

ډاکټر اکرم ملکزي ته د جرمني دولت د ستر نښان د ورکولو خبرتيا

ډاکټر اکرم ملکزي ته د جرمني دولت د ستر نښان د ورکولو خبرتيا

د راتلونکې جمعې په ورځ، د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په ۷ نېټه د جرمني د Rotenburg په ښار کې يو پرتمين محفل په نظر کې نيول شوى دى په دې محفل کې ډاکټر اکرم ملکزي ته د جرمني د جمهور رئيس د استازي له خوا د هغه بې ساري خدمت په وجه چې ډاکټر اکرم ملکزي د جرمني ـ پښتو ډکشنرۍ د ليکلو له لارې افغان او جرمن ولس ته کړى دى، د جرمني دولت ستر نښان ډالۍ کيږي.

دې محفل ته ګڼشمېر ډاکټران، سيمه ايز سياستوال او ځينې نور مخوريز کسان وربلل شوي دي د دې لپاره چې په تالارکې ټول ګډون کوونکي ځاى شي نوپه دې وياړغونډه کې یوازې بلل شوي کسان برخه اخيستى شي .

هغه مينه وال چې بيا هم غواړي په دې پرتمينه غونډه کې ګډون وکړي، د لاندې ليکل شوي برېښناليک سره دې اړيکې ونيسي څو د امکان په صورت کې ورته بلنه واستول شي:

[email protected]

د دې ستر نښان جرمني ليکدود په لاندې ډول دى

das Verdienstkreuz am Bande des Verdienstordens der Bundesrebublik Deutschland

بله اونۍ به د دې وياړغونډې رپوټ د انځورونو سره تاسو ته وړاندې شي.

Aziz Sarshar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←