اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پر اسلام اباد د فشارزیاتولو غوښتنه

کابل د واشنگټن نه پر اسلام اباد د فشارزیاتولو غوښتنه کړی

ډیوه:د افغانستان حکومت د خالي په ورځ د امریکا نه غوښتنه کړې چې په پاکستان دی هغه جنگیالو پرضد د عملي گامونو اخستو لپاره فشار نور هم زیات کړي چې په افغانستان بریدونه کوي.
دغه غوښتنه افغان صدر حامد کرزی د خالي په ورځ په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي مارک گروسمین سره د لېدو په وخت کړې ده.
د دواړو مشرانو ترمینځ د ملاقات وروسته د صدر کرزی ماڼې نه خپور کړل شوي یوه بیانیه کې ویل شوي د افغانستان صدر په دې کتنه کې وویل چې د پاکستان او نورو اړخونو سره باید کتنې او ناستې مثبتې پایلې ولري ځکه چې د افغانستان خلک نور د دا ډول تاوتریخوالي، انتحار او ترهگرۍ په وړاندې حوصله له لاسه ورکړې دی .
بیانیه زیاتوي ګروسمن وویل چې د تروریزم په وړاندې مبارزه کې به د عملي ګامونو د اخیستلو لپاره د امریکا متحده ایالات پر پاکستان باندې د خپلو فشارونو راوړلو ته دوام ورکړي.
د پاکستان او افغانستان اړیکې د ډیر وخت نه د بې اعتمادې ښکار دي.
خو په ورستیو کې د کابل لخوا دا تور چې پخواني افغان صدر او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین ربانې وژنې پلان په پاکستان کې جور شوې او یو پاکستانې ترسره کړې دغه اړیکو کې تاوتریخوالي نور هم زیات کړی.
پاکستان د افغانستان تورونه ردوي.
د امریکا صدر براک اوباما د زیارت په ورځ واشنگټن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت ښاغلي اوباما په افغانستان کې حقاني شبکې سره د پاکستان پوځ او استخباراتو په اړیکو خپلې اندېښنې ښکاره کړې وی.
ښاغلی اوباما ویلی وؤ چې په دې خبرې کې هېڅ شک نېشته چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ځېني داسې خلکو سره اړیکې دي چې دوي په اندیښمن دي.
امریکایي صدر وویل چې دغه څرگندونې یې په ښکاره او د پاکستان چارواکو سره ملاقاتونو کې په ډاگه کړي دي

Source: Deewa radio.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←