ډاکټرملکزي ته دجرمني دولت سترنښان ډالۍ شو.
د جرمني د Rotenburg/F. په ښار کې د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د مياشتې په ۷ نېټه جمعې په ورځ د ماښام په ۷ بجو د ډاکټر اکرم ملکزي په وياړ يو پرتمين محفل جوړ شو چې د دې محفل هدف ډاکټر اکرم ملکزي ته د جرمني دولت د ستر نښان ډالۍ کول وو. د دې محفل بلونکي وو :
۱ـ د KKH-Rotenburg/F.د روغتون اداره
۲ـ د جرمني د Weiterodeد سيمې د سره صليب يا د سرې مېاشتې اداره
۳ـ د جرمني د Weiterodeد سيمېدSPDيا سوسيال سيموکراتيک ګوند
دغه محفل د KKH-Rotenburgروغتونپه جشني تالار کې تر سره شو چې دې محفل ته ګڼشمېر ډاکټران، سيمه ايز سياستوال او نور مخوريز کسان ورغلي وو. د ګډونوالو شمېره دومره ډېره شوې وه چې ټولو ګډونوالو ته د ناستې ځاى نه و، نو په دې وجه څه ناڅه ۵۰ کسانو په ولاړې د محفل ننداره وکړه.
د دې نښان جرمني نوم او انځور لاندې وګورۍ:
.
د جرمني دولت ستر نښان
Das Bundesverdienstkreuz am Bande
des Verdienstordens der Bundesrepublik Deutschland
د دې نښان انګليسي ژپاړه دا ده:
OrderofMeritoftheFederalRepublicofGermany
په برتانيا کې دا نښان معادل دى د Order of the British Empireسره
په فرانسوي ژبه کې دې نښان ته وايي croixfédérale du Mérite
په هسپانوي ژبه کې ورته وايي CruzFederal del Mérito
د دې نښان د تر لاسه کولو لپاره يو مهم شرط دا دى چې يو چا بشريت ته او يا د جرمني دولت سوله ايز پرمختګ ته په وړيا ډول خدمت کړى وي. خو هغه څوک چې يو نېک کار کوي خو په دې نيک کار باندې پيسې ګټي، نو هغه ته نښان نه ورکول کيږي.
د محفل د پرانيستل کېدو نه څو دقيقې دمخه د څلور تنو جرمني ځوانانو له خوا دSaxophon د موسيقۍ په آلې يوه ښکلې اروپايي نغمه وغږولى شوه چې ورپسې غونډه پرانيستل شوه.
د محفل پرانيستنه د روغتون اداري رئيس Sassan Purوکړه، ورپسې د سوسيال ديموکراتيک ګوند په استازيتوب ښاغلي Rainer Putzkeد ډاکټر اکرم ملکزي ژوندليکولوست او د ده په فعاليتونو يې رڼا واچوله او د ده شخصيت يې حاضرينو ته بيان کړو.
ورپسې د جرمني د جمهور رئيس په استازيتوب Eberhard Fischerد جرمني د ستر نښان په برخه کې اورېدونکو ته معلومات وړاندې کړو او دا يې ياده کړه چې ډاکټر اکرم ملکزي ته ولې د جمهور رئيس له خوا دا نښان ډالۍ کيږي.
ډاکټر اکرم ملکزي ته د نښان د ډالۍ کېدلو هدف:
ډاکټر ملکزي د جرمني ـ پښتو ډکشنرې د ليکلو له لارې افغان او جرمن ولس ته بې سارى خدمت کړى دى. د دې ډکشنرۍ له لارې افغان او جرمن ولس ته د تفاهم يو پول جوړ شوى دى. دا هم ياده شوه چې د هر وخت نه زيات اوس دې ته اړتيا ده چې افغان او جرمن ولس د يو بل سره خبرې اترې وکړي، د يو بل سره يو تفاهم ته ورسيږي. نو د يو بل سره د خبرو اترو يا د تفاهم لپاره د يوې ډکشنرۍ موجوديت لومړنى شرط دى. په دې چې ډاکټر ملکزي دا ډکشنري په وړيا ډول ليکلې ده او د ډکشنرۍ په خرڅون باندې ورته هېڅ ډول مالي ګټه نه رسيږي، نو د ستر نښان د ډالۍ کولو د شرطونو وروستى شرط هم پوره دى نو د جمهور رئيس له خوا د سترنښان د ډالۍ کولو منظوري وشوه.
په دې لړ کې ډاکټر ملکزي ته د سترنښان د بري ليک لوستل او ډالۍ کول د جمهور رئيس په استازيتوب Eberhard Fischerوکړلاو ورپسې د Bebraد ښار ښاروالHorst Grossد جرمني دولت ستر نښان د حاضرينو د لاسونو په پړکا د ډاکټر ملکزي په سينه ونښلو .
بيا د ډاکټر ملکزي ته د خبرو وار ورسېد. ډاکټر ملکزي د جرمني دولت او په تېره بيا د جمهور رئيس نه يې مننه وکړه چې ده ته يې دا وياړ وروبښو او بيا يې د يوې ښې ډکشنرۍ د اهميت په برخه کې خبرې وکړې. هغه ځينې لغات ياد کړل چې که چېرته دا لغات صحيح ونه ژباړل شي نو کېدى شى چې د دوه انسانانو ترمينځ خو څه چې د دوه دولتونو ترمينځ اړيکې ترينګلې شي. ډاکټر ملکزي يو لغت ته ګوته ونيوله چې ډېر پخوا په افغانستان کې په يوې جرمنۍ پروژه کې غلطه ژباړل شوې وه:
Demonstrationsanlageد دې لغت نه هدف دا دى د ښودلو يا د نندارې يا د څرګندولو ځاى، ميدان او يا پټى. يعنې دا چې د جرمنيانو په پروژه کې په نظر کې نيول شوي وو چې جرمنيان به د افغان بزګرانو لپاره داسې يوه مځکه يا پټي جوړ کړي چې افغان بزګران پخپلو سترګو وګوري چې کرنه او اوبه لګول په څه شان کيږي. په دې چې د Demonstrationلغتد مظاهرې يا د لاريون مانا هم لري، نو د هغه وخت ژباړونکي دا لغت داسې ژباړلى و چې د مظاهرو يا لاريون کولو ميدان جوړول کيږي. د دې ژباړې د اصلاح کېدو تر وخته پورې د افغان او جرمني مقاماتو اړيکې ترينګلې شوې وې، ځکه چې افغاني مقاماتو د دې ژباړې نه داسې مطلب واخيست چې جرمنيان د افغانانو لپاره د مظاهره کولو ميدان جوړوي.
د ډاکټر ملکزي د خبرو نه وروسته د Hessenد ولايتد پارلمان غړي Dieter Franz د ډاکټر ملکزي د خدمتونه ستاينه وکړه او ډاکټر ملکزي ته يې خپل راوړى سوغات ورډالۍ کړو.
د محفل د رسمي برخې د پاى ته رسېدو نه وروسته جشني يا د موسيقۍ برخه پيل شوه چې د هغې په ډېره برخه کې د ډاکټر ملکزي د جرمني دوستانو له خوا په Saxophon, clarinet, gitarموسيقي وغږولى شوه. خو د موسيقۍ پېل په افغاني موسيقي وشو چې د جرمني د کولن د ښار نه ښاغلي غلام سيد يعقوبي په رباب يو څو نغمې وغږولې چې د حاضرينو ډېرې خوښې شوې.
د جشني برخې د تمامېدو نه وروسته د دې محفل ټول ګډونوال يو د بل پسې ډاکټر ملکزي ته د مبارکۍ لپاره ورغلل او ډېرو کسانو د ځان سره ګلان او يا نور سوغاتونه يې چې راوړي وو، ډاکټر ملکزي ته ډالۍ کړل.
د پروګرام په پاى کې حاضرينو د ماښام ډوډۍ په ګډه وخوړله او پخپلو مينځو کې يې خبرې اترې وکړې. محفل د ماښام په لس بجو پاى ته ورسېد.
په لاندې برخه کې د هغو راډيوګانو نومونه او لينکونه ليکل شوې چې د ډاکټر اکرم ملکزي سره يې مرکې کړي چې تاسو يې اورېدلى شۍ
۱ـ د ازادۍ راډيو
http://origin-pa.azadiradio.org/audio/audio/328694.html
۲ـ اشنا راډيو
http://www.voanews.com/pashto/news/German-Pashto-Dictionary-131480168.html
۳ـ د جرمني دHessen د ولايت راډيو (مرکه په جرمني ژبه، تاسو Attachment وګورۍ)
۴ـ د جرمني راډيو (په پښتو ژبه، المان غږ راډيو، تاسو Attachmentوګورۍ)
۵ـ د BBCراډيو (تاسو Attachmentوګورۍ)
یادونه: انځورونه به همدلته ورورسته پر لیکه شی
