اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

پښتو په انټرنېټ کې

دا د پښتو وېبپاڼو، پښتو برېښناليک، د پښتو وېبپاڼو د بحث د فورمونو او په انټرنېټ باندې د پښتو د نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلوماتي کتاب دى چې ځوان ليکوال او ژورنالست عبدالهادي حيران ليکلى دى او تازه په پېښور کې د افغان خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوى دى.
تقريباً په ١٥٠ مخونو خور دا کتاب په زړه پورې سرپاڼه او د پښتو وېبپاڼو په هکله ښه معلومات لري. مهم سرليکونه يې د انټرنېټ لنډه پېژندنه، د انټرنېټ د ايجاد او ودې پړاوونه، د وېبپاڼې پېژندنه، د پښتو وېبپاڼو پېل او دوام، د فونټ ستونځې، د پښتو او پښتنو وېبپاڼې، د بحث فورمونه، د وېبلاګ پېژندنه، پښتو وېبلاګونه، اونلاين مجلې، اونلاين کتابونه، پښتو برېښناليک، انټرنېټ او پښتو ادب دي.
د کتاب تړون د ټول افغان وېبپاڼې د مسئول چلوونکي شېرزاد کامه وال په نوم شوى دى او بيه يې ٤٠ افغانۍ ده. په کابل، جلال اباد او پېښور کې د هر کتاب پلورنځاى څخه ترلاسه کېدلاى شي.

پښتو په انټرنېټ کې

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←