اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د دوديزې لويې جرګې د پرېکړه ليک مسوده

کابل ښار
افغانستان دجرګو کور دى؛ جرګو په بيلا بيلو تارخي پړاوونو کې زموږ خلکو او هېود ته ځانګړى او برخليک ټاکوونکى اهميت درلود او لري
سوله زموږ خلکو او د ټولې نړۍ اتباعو ته سپيڅلې موخه او لومړنۍ اړتيا ده. موږ د افغانستان خلک په دې باور لرو چې د دوامدارې سولې تامين او د هېواد بيارغاونه کولاى شي د يو بل د منلو او تفاهم له لارې په ښه توګه مساعده شي. له بلې خوا په دې پوهيږو چې سوله د ترهګرۍ په شان فکتورونو سره پرله پسې هڅو او مبارزې ته اړتيا لري، چې ټوليزه ارامتيا او ټيکاو ننګونې ته راکاږي او د زيربناوو د جوړولو، د حکومت دارۍ د پراخولو او اقتصادي او ټولنيزې پراختيا ته د رسېدو لپاره دوامداره کار ته اړتيا لري. افغانستان په دې مبارزه کې ګډو اقداماتو ، سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو ته په بيلا بيلو برخو کې اړ دى
له هغې جملې څخه کولاى شوو چې له ځينو ستراتيژيکو همکاريو او تړونونو څخه لکه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د هند جمهوريت تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو قرار داد چې مخکې لاسليک شوى دى، د ناټو سازمان د دوامدارې ژمنې لرل.
د اروپا له اتحاديې سره د اقتصادي همکاريو د سند په بڼه ستراتيژيکې اړيکې، له فرانسې سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون، د انګلستان له شاهي هېواد سره د اوږد مهالو ستراتيژيکو همکاريو اعلاميه او د استراليا له هېواد سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند د لاسليک کولو لپاره د خبرو اترو يادونه وکړو.
د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د اړوندو سندونو د لاسليک کولو، په ځانګړې توکه د امريکا له متحده ايالاتو سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند په اړه د خلکو د غوښتنو د درک کولو او د ملت د مشورو د تر لاسه کولو او له وسله والو مخالفينو سره د سولې د جوړوونکې پروسې لپاره پر يوه ميکانيزم د موافقې په موخه، دوديزه لويه جرګه د کابل ښار ته راوبلل شوه.
دوديزه لويه جرګه چې د هېواد د معاصر تاريخ په اوږدو کې له ډېرو لويو جرګو څخه ده او په دې کې له شپاړسو ټولنيزو کتګوريو څخه له دوو زرو تنو زياتو استازو ګډون کړى د 1390 لمريز کال د لړم مياشتې په 25 مه نېټه پيل او د همدې کال د لړم مياشتې په 28 مه پاى ته ورسيده.
د جرګې غړو په کاري کميټو کې له هر اړخيزو بحثونو او د جرګې د بحث وړ موضوعګانو له غور وروسته، د لاندې مسايلو په اړه، د رايو په اتفاق خپل نظر څرګند او دغه مشورتي پرېکړه ليک يې تصويب کړ:
په سياسي برخه کې:
د تېرو لسو کلونو لاسته راوړلو د ساتنې پر اړتيا له ټينګار سره او د افغانستان اساسى قانون، د ښځو حقوقو او د رسنيو د آزادۍ ته په درناوي او په سيمه کې حاکم وضعيت ته په پاملرنې، د امريکا له متحده ايالاتو سره ستراتيژيکې همکارۍ، چې د افغانستان د خلکو او نظام يو ستراتيژيک دوست دى؛ د هېواد د سياسي، اقتصادي او پوځي امنيت د تامينولو په برخه کې اړين بلل کيږي د امريکا له متحده ايالاتو سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليک کول د افغانستان له ملي ګټو سره اړخ لګوي او له زيات اهميت څخه برخمن دى؛ ځکه چې د ستراتيژيکو همکاريو د سند په لاسليک کولو سره افغانستان سياسي او پوځي امنيت په سيمه کې تامينيږي.
د جرګې د غړو سپارښتنه دا ده چې، د افغانستان بايد د خبرو اترو په ټولو ډولونو په ځانګړې توګه د ستراتيژيکو خبرو په چوکاټ کې لاندې بنسټيزې کرښې په پام کې ونيسي:
د افغانستان د خلکو ديني مقدساتو، فرهنګ او دودونو ته دې له هر ډول ځنډ پرته درناوى وشي؛ --1
۲د افغانستان ملي واکمني او استقلال ته دې درناوى وشي او د هغې د نه ماتولو په اړه دې روښانه تضمين شتون ولري؛
د افغانستان د قوانينو درناوى دې وشي او هغه دې رعايت شي؛--3
۴افغانستان بايد د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور د اووم فصل له مفادو څخه وايستل شي او د نوموړي منشور په شپږم فصل کې دې شامل کړاى شي؛
۵د ستراتيژيکو همکاريو سند دې په درې ( پښتو، دري او انګليسي) ژبو ترتيب او د هغه په پيل کې دې بسم الله الرحمن الرحيم وليکل شي؛
د امريکايي ځواکونو له لوري چې د شپې له خوا عمليات تر سره کيږي، ژر تر ژره دې افغاني شي؛ --6
۷د ټولو عملياتو لارښوونه بايد د افغان امنيتي ځواکونو ته په غاړه وي. امريکايي ځواکونه بايد له افغان امنيتي ځواکونو سره له همغږۍ پرته له هر ډول خپل سرو عملياتو څخه ډډه وکړي او د هېواد ملي واکمنۍ ته دې درناوى وکړي؛
۸--د استوګنې د کورونو پلټنه بايد د بهرنيو ځواکونو په وسيله تر سره نه شي. د اړتيا په صورت کې د کورونو هر ډول پلټنه دې د کورنيو ځواکونو له لورى تر سره او دا پروسه بايد په بشپړه توکه افغاني شي؛
د ستراتيژيکو همکاريو د نافذېدو وخت دې د سند د لاسليک کولو له نېټې څخه د باور وړ وي؛ --9
۱۰-- د ستراتيژيکو همکاريو د سند د لاسليک کولو په صورت کې، بايد د هغه د اجرايي ضمانت په اړه موافقه او مشخص معلومات شتون ولري؛
۱۱-- د امريکا متحده ايالاتونه دې ژمنه وکړي چې د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره موازي جوړښتونه ختموي او له رسمي حکومتي بنسټونو سره د هغو د اړوندو دندو په پرمخ وړلو کې همکاري کوي؛
۱۲-- جرګې غړي په افغانستان کې د امريکا د دايمي شتون مخالف دى. خو تر هغه وخته چې د افغانستان حکومت په خپلواکه توګه له خپلې خاورې څخه د دفاع توان پيدا کړي، د بهرنيو ځواکونو له شتون سره ستونزې شتون نه لري. له دې امله، د امريکا له متحده ايالاتو سره چې د ستراتيژيکو همکاريو هر ډول سند لاسليک کيږي، بايد موقتي وي او په راتلونکو لسو کلونو کې پاى ته ورسيږي؛
۱۳-- امريکا نه شي کولاى د افغانستان د ملي شورا په اړوندو چارو، سياسي جوړښتونو او قضايي چارو کې لاسوهنه وکړي او د افغانستان په خاروه کې جيل (بنديخانه) ولري.
له دې امله د ټولو امريکايي جيلونو مسووليت، چې د افغانستان په خاوره کې شتون لري، ژر تر ژره دې له ټولو زندانيانو سره د افغانستان حکومت ته وسپارل شي؛
۱۴-- امريکا متحده ايالات بايد په هغې موده کې چې د ستراتيژيکو همکاريو سند نافذ دى د هېواد د امنيتي ځواکونو ټولې ځکمنۍ او هوايي تجهيزاتي او تسليحاتي اړتياوي له مډرنو امکاناتو سره اکمال کړي؛
۱۵امريکا متحده ايالات دې د هېواد د هوايي ځواکونو په احيا، تجهيز او په وسلو سمبالولو کې چټک اقدام وکړي؛
۱۶په هغه صورت کې چې د امنيتي ځواکونو د تجهيزولو لپاره د خلکو دا غوښتنه پوره نه شوه، د افغانستان حکومت بايد د حالاتو له تحليلونو وروسته له خپل لوري لازم اجراآت وکړي؛
۱۷-- امريکا متحده ايالات بايد په بيلا بيلو برخو کې د لوړو زده کړو د زمينو او بورسونو د برابرولو په اړه ځانګړې ژمنې ولري؛
د ستراتيژيکو همکاريو سند دې د هېواد د ملي شورا له مشورې او تصويب وروسته د اعتبار وړ وي؛-18
۱۹-- ستراتيژيکو همکاريو له پلي کولو څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، لاسليک شوى سند بايد د ملګرو ملتو په سازمان کې ثبت شي او له هغوى څخه ژمنه واخيستل شي چې امريکا له لوري همکارۍ او ژمنې شوې چارې پخپل وخت عملي کيږي؛
۲۰-- افغانستان او امريکا دې دا سند د دوو خپلواکه او برابرو هېوادونو په توګه، د دولتونو تر منځ مروجو اړيکو او اصولو ته په پاملرنې سره، لاسليک کړي
۲۱--په سند کې بايد ذکر شي چې پر افغانستان د کوم بل هېواد د بريد په صورت کې د امريکا متحده ايالات د افغانستان تر څنګ دريږي؛
۲۲--د امريکا متحده ايالات دې د افغانستان له اتباعو نه په خاصه توګه له هېواد څخه بهر کډوالو ملاتړ وکړي او د ستونزو د رامنځ ته کېدو په صورت کې دې په کوربه هېوادونو زور واچوي؛
--د امريکا متحده ايالات بايد ضمانت وکړي چې افغانستان د سياسي سياليو په ډګر بدل نه شي؛23
۲۴-- د امريکا متحده ايالات بايد ضمانت وکړي چې د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته کوي او د دغه هېواد ستراتيژيکي همکارۍ سولې پورې اړوندې موضوعګانې هم تر پوښښ لاندې راولي؛
د ستراتيژيکو همکاريو سند دې د کارپوهانو په وسيله په دقيقه توګه ارزيابي، تحليل او تجزيه شي؛--25
د ستراتيژيکو همکاريو د سند موده دې لس کاله وي او له بشپړېدو وروسته دې د تمديد وړ وي؛ --26
افغانستان او د امريکا متحده ايالات دې په برابره توګه د تړون د فسخه کولو حق ولري؛--27
۲۸-- د امريکا متحده ايالات دې د اوبو په سر بحثونو او لانجو په برخه کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي؛
۲۹-- دې سند په لاسليک سره دې هغه اسناد او قرار دادونه چې د موقتي ادارې، انتقالي ادارې او د انتخابي دولت په لومړى دوره کې لاسليک شوي دي لغوه شي؛
۳۰- د امضاء په صورت کې ستراتيژيک سند، يوازي د معاملې د طرفونو په يوه هېواد کې د سياسي نظام په بدلون سره، بدليدلى نه شي
په دفاعي او امنيتي برخو کې
پتېيل شوې ده ېه 2014 ز کال کې له نړيوالو پوځي ځواکونو څخه د هېواد د امنيتي او دفاعي مسووليتونو د ليږد بهير افغان امنيتي ځواکونو ته بشپړ شي. له دې امله، د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره د نړۍ د لويو هېوادونو د امنيتي همکاريو دوام ته د عينى اړتياوو پر بنسټ اړتيا ده. په دې حقيقت په پوهېدو سره چې زموږ د هېواد امنيت او ټيکاو تر اوسه له کورنيو او بهرنيو خطرونو سره مخ دى، له افغانستان سره د امريکا د متحده ايالاتو ستراتيژيکې همکارۍ له ځانګړۍ اهميت څخه برخمنۍ دي. له دې امله، د افغانستان خلک د امريکا له متحده ايالاتو څخه د هېواد د دفاعي او امنيتي وړتياوو د پياوړي کولو په برخه کې هيله من دي چې
۳۱-- د امريکا متحده ايالات دې له افغانستان سره پخپله د افغانانو د غوښتنې پر بنسټ د بهرنيو تېريو په دفع کولو کې د نړيوالو منل شويو اصولو په رڼا کې پخپل وخت همکاري وکړي؛
۳۲-- امريکايي اتباع دې، د افغانستان په خاوره کې په جرمونو د مرتکبېدو په صورت کې قضايي مصونيت ونلري او د هېواد له قوانينو سر سم دې په افغانستان کې دننه محاکمه شي؛
۳۳-- په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونه دې پخپلو پوځي تاسيساتو کې د افغانستان تر بيرغ لاندې استوګنه او د افغانستان اساسي قانون ته دې درناوى وکړي؛
۳۴-- د افغانستان له خاوري څخه د هيڅ هېواد پر ضد پوځي عمليات نه شي تر سره کيداى، مګر د ترهګري پر ضد د جګړي په صورت کې. د امريکا متحده ايالات بايد دې اصل ته درناوى وکړي او د هغه د عملي کولو په اړه دې باوري ضمانت وړاندې کړي؛
۳۵-- د امريکا متحده ايالات بايد د دې زمينه برابره کړي چې د افغانستان حکومت وکولاى شي په اغيزمنه توګه د خپلو پولو ساتنه وکړي؛
۳۶-- د امريکا متحده ايالات بايد له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پخپله ستراتيژۍ کې د کتنې وړ بدلونونه راولي او د ترهګرۍ اصلي ځالي دې په نښه او هدف وګرځوي او هغه دې له منځه يوسي؛
۳۷-- امريکا له متحده ايلاتو سره دې د ستراتيژيکو همکاريو سند د يوه تړون په حد کې وي، نه د اعلامې او يا له تړون څخه څه کم؛
۳۸-- پر دې ټينګار سره چې د امريکا متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې تر اوسه د هېواد د امنيتي ځواکونو په رامنځته کولو، تمويلولو او تجهيزولو کې د قدر وړ همکارۍ کړې دي. د جرګې غړي غواړي څو له پرمختللو وسايلو سره د هېواد د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او تجهيزولو په موخه او د دې ځواکونو د روزنې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ژمنې په منظمه توګه له مهالويش سره سمې دوام ولري.
۳۹-- له افغانستان سره د دفاعي او امنيتي همکاريو اود هېواد له پوځي تاسيساتو څخه د استفادې په اړوند، اوس او له 2014 ميلادي کال وروسته، د افغانستان حکومت بايد نړيوال اصول او پرنسيپونه په پام کې ولري. د هغو تاسيساتو شمېر او ډول چې د امريکا متحده ايالات يې د افغانستان په خاوره کې د لرلو غوښتنه لري، همدا اوس وټاکل شي؛
۴۰-- د موافقې په صورت کې دې، بهرني تاسيسات او عسکر په بشپړه توګه له ښارونو بهر او د استوګنې له سيمو او د کانونو او ځمکې لاندې منابعو څخه لرې وي؛
۴۱-- غوره ګڼل کيږي چې دا تاسيسات له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان پولو ته نږدې وټاکل شي؛
۴۲-- په هغو شخصي ملکيتونو د خساري د جبران په اړه چې پر هغو باندې د امريکا د متحده ايالاتو تاسيسات جوړ شوي، بايد روښانه کړنلاره ترتيب او عملي شي؛
۴۳-- امريکا متحده ايالات نه شي کولاى له دې تاسيساتو څخه د حکومت د مخالفينو د پياوړي کولو په موخه ګټه واخلي؛
۴۴--د امريکا متحده ايالات د افغانستان له تاسيساتو څخه د ګټې اخيستنې په وړاندې مکلف دي چې هر کال د وړتيا، بيارغاونې، د هېواد د امنيتې ځواکونو د پياوړتيا او د نورو برخو د پرمختيا په خاطر لکه پوهنه، روغتيا، د برېښنا د تاسيساتو جوړول، د ځمکنې لاندې سرچينو استخراج او د کرنې د پرمختيا لاره کافي بودجه ورکړي.
د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا په برخه کې
د افغانستان د اسلامي جمهوريت په ځان بسياينې او اقتصادي ودې ته په پاملرنې سره، زموږ خلک هيله من دي څو د امريکا د متحده ايالات د اقتصادي او ټولنيزو همکاريو په برخه کې لاندې مسايلو ته پاملرنه وکړي:
۴۵مالي او پولي مرستو په اړه بايد د هغه هېواد له لوري ځانګړې او له مهالوېش سره سمې ژمنې شتون ولري؛
۴۶-- د مرسته شويو پيسو زياتره لګښت دې د ملي بودجې له لارې او د افغانستان په بودجه کې د پيژندل شويو لومړيتوبونو پر بنسټ تر سره شي؛
په افغانستان کې دې د زېربناوو جوړولو ته ډېره پاملرنه وشي؛--47
د افغانستان د اقتصاد د غوړيدنې په موخه دې د سوداګرۍ په پراختيا او د بهرنۍ پانګونې ټينګار وشي؛--48
۴۹-- مرکزي اسيا، جنوبي آسيا او منځني ختيځ تر منځ د وصل د نقطې په توګه د افغانستان جغرافيوي حساس موقعيت ته په پاملرنې دې د ترانزيت او سوداګرۍ د ظرفيتونو ودې او پرمختيا ته ډيره پاملرنه وشي.
۵۰-- دی ته په پاملرنې سره چې افغانستان د طبيعي زيرمو له پلوه يوه بډاى هېواد دى اود کانونو راوېستل د هېواد په اقتصادي ټيکاو کې عمده رول لري، د امريکا متحده ايالات دې د پانګونې په هڅونه او جذبولو او د کانونو د روښانه راوېستلو لپاره دې د لازمو وړتياوو د ودې په برخه کې داسې مرسته وکړي خو له دې پلوه ډېره ګټه د افغانستان خلکو ته ورسيږي.
د امريکا متحده ايالات دې خصوصي سکتور ته د پورونو د ورکولو په برخه کې همکاري وکړي؛ --51
۵۲-- امريکا متحده ايالات دې د کيمياوي، بيولوژيکي او هستوى وسلو له زيرمه کولو او کارولو څخه په افغانستان کې دننه په کلکه ډډه وکړي او د افغانستان په خاوره کې دې د هستوي وسلو د فاضله توکو د ښخولو مخنيوي او چاپيريال ساتنې په برخه کې دې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي؛
۵۳-- امريکا متحده ايالات بايد د صنعت د ودې او پرمختيا په برخه کې له افغانستان سره د لمس وړ همکاري وکړي؛
د روغتيا په برخه کې بايد د امريکا د متحده ايالاتو همکارۍ زياتي شي--54
سولې، ملي پخلايني او سوله ييز ژوند ته د راستنېدو پروسه
۵۵-- له دې امله چې سوله يو الهي امر او د افغانستان خلک ورته سخته اړتيا لري د هغې په دوام ټينګار کوو، مګر د تېر يوه کال تجربو ته په پاملرنې سره د دې پروسې په کړنو، تګلارې او غيزمتوب کې د بدلون غوښتونې يوو چې بايد هر اړخيزه وي او دولت د هغې په ټول اړخونو کې د دې جرګې سپارښتنو ته په پاملرنې سره ځانګړي تدبيرونه په پام کې ونيسي؛
۵۶-- هغه شپاړس فقره ييزې سپارښتنې چې تېر کال د سولې په ملي مشورتي جرګه کې تصويب شوې، د افغانستان د خلکو د استازو د درې ورځينو بحثونو پايلې او سپارښتنې وې، يو ځل بيا پر هغو کتنه کوو، په هغې کې ټول شامل ټکي اړين او د تائيد وړ دي. د هغوى په عملي کولو کې بايد د ډېر جديت او دقت وشي. د کاري تګلارو تداوم د ملي برنامو د بريا لپاره يو اړين کار دى. په داسې حال کې چې د شرايطو په بدلونو سره، په تاکتيکونو کې هم بدلونونه راځي او دولت بايد خپل چلند ته له ورځنيو پېښو سره تړاو ورنه کړي او نوې پاليسي وضع کړي، بلکې د نيمګرتياوو د اصلاح لپاره دې اقدام وکړي،
۶۰-- جرګې غړي له نړيوالې ټولنې څخه غواړي څو د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او د تروريستي شبکې د فعاليتونو د زميني د محدودولو په خاطر دې، د پاکستان او ايران پر اسلامي جمهوريتونو فشار راوړي؛
۶۱-- دولت بايد له مخالفو وسله والو ګروپونو سره زموږ د هېوادوالو د يو ځاى کېدو د لاملونو د تشخيصولو او محدودولوپه لاره کې جدي او د لمس وړ کار و
۶۲--دولت دې د منابرو له لارې چې اوس مهال د وسله والو مخالفينو قوي تبليغاتي وسيله ګرځيدلي د مثبتو تبليغاتو د پرمخ وړولو په موخه لاډيره هڅه وکړي؛
۶۳-- دولت دې په لوړه کچه په هېواد کې دننه د ديني ښوونې روزنې زمينه برابره کړي، څو د هېواد بچيان د ديني زده کړو لپاره بهر ته د سفر کولو لپاره اړه اود تر تروريسم ښکار نشي؛
۶۴-- هرې پاليسۍ او تګلارې د تطبيقولو بريا له ځواکمنې اوپوه ژمنې رهبرۍ سره تړاو لري، له دې امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت له رئيس څخه غوښتنه کوو څو دريم خير غوښتوونکى تجربه لرونکى او دينداره شخص چې د ټولو اړخونو باور تر لاسه کړاى شي د سولي د الي شورا رياست ته وګوماري. په همدې وخت کې د سولې د عالي شوار د غړو په ترکيب او شمېر کې دې بيا کتنه وشي اوپه دې اړه دې اغيزمنتوب او ژمنتيا په پام کې ونيول شي؛
۶۵-- سولې د عالې شورا په تشکيل کې، د هغې په جانبې جوړښتونو کې او نور حکومتي جوړښتونو کې دې يوه شخص ته بايد څو مهمې دندې ونه سپارل شي؛
۶۶-- د سولې د عالي شورا بودجه، د تمويل مراجع او د لګښت تګلارې او حساب ورکول يې بايد تر بيا کتنې لاندې ونيول شي؛
۶۷--د خبرو اترو جريان بايد د دولت د وسله والو مخالفينو له عيني واقعيتونو، د سياسي او د سيمي له امنيتي حالاتو څخه د هر اړخيزو تحليلونو پر بنسټ او له يوه ځواکمن دريځ څخه تر سره شي. د خلکو او دولت د ګډو هڅو تنظيمول او د سيمې او نړۍ د هېوادونو د ريښتينې ملاتړ او همکارۍ جلبول افغانستان په دې دريځ کې راولي؛
۶۸-- وروستيو جرياناتو ته په پاملرنې، لاندې مطالب د سولې د نوې پاليسۍ په جوړولو کې اړين بولو او سپارښتنه کوو چي:
له دوست، مخالف او دښمن څخه بايد يو مشخص تعريف وړاندې شي چې د سولې پروسه د هغه په چوکاټ کې تطبيق کړاى شي؛
خبرې دې له هغو مخالفينو سره وشي چې ثابت افغاني هويت ولري، دقيقه پته يې معلومه وي او د يوه مشروع سياسي جريان په توګه په هېواد کې د سياسي حل لارې غوښتونکى وي؛
ټول پوهيږي چې د مخالفينو مشران د پاکستان په هېواد کې ژوند کوي او ځانګړي کړي له هغوى سره په هغه هېواد کې نږدې تماس لري، په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د ټامينولو لپاره،د پاکستان رښتينې او دوامدارې همکارۍ ډيرې اړينې دي. د جرګې د غړيو غوښتنه د پاکستان له دولت څخه دا ده چې د افغانستان په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي او د امنيتي کړکيچونو د رامنځته کولو پر ځاى چې دهغوى لمنه يې هم نيولې ده د هغو په له منځه وړلو کې ريښتنې همکارۍ وکړي؛
- د سولې دروازه دې وسله والو مخالفينو او د هغوى رهبرانو ته چې د تاوتريخوالي د پريښودو او سوله ييز ژوند ته د راستنيدو هيله ولري؛ خلاصه پريښودل شي. بشپړ دقت دې وشي چې تيرې ترخې تجربې تکرار نشي او د هغوى هويت چې د مخالفينو تر عنوان لاندې له دې پروسې سره يو ځاى کيږي په دقيقه توګه تشخيص شي. برسيره پر د ې هغه کسان چې په ريښتيني توګه د سولې له پروسې سره يوځاى کيږي د هغوى خونديتوب او امنيت دې تامين شي او دهغو خلکو ستونزو ته چې د ترهګرو له جنايتکارانه کړنو څخه زيان ويني، دقيقه او پخپل وخت رسيدنه وشي؛
- د هيواد په داخل (ولايتونو، ولسواليو او کليو کې دې کارته ډيره پاملرنه وشي څو خلکو ته د باور او تصاحب روحيه ورکړ شي. د سولې پروسه بايد موازې د مسووليتونو د ليږد له پروسې، ښې حکومت دارۍ او په ملي کچه له پرمختيا سره عملي شي. هغه نيمګړتياوې چې د ولايتي سولې د کميټو د کاري تګلارې په ترکيب کې شتون لري بايد د هغو له بيا کتنې سره له منځه ولاړې شي او په همدې وخت کې دې ملکې او پوځي مسوولين ددې کميټو د فعاليتونو هراړخيز ملاتړ وکړي. د قومي مشرانو، علماوو، د سولې د فعالينو امنيتي ستونزو ته چې هرکله د ترهګرو د بريدونو ښکار ګرځي، د سنجول شويو او علمي تدبيرونو له نيولو سره دې رسيدنه وشي؛
- د سولې په هکله د دوامداره مطالعاتو په خاطر بايد د سولې د مطالعاتو يومرکز جوړ او په يوه اسلامي هيواد کې د سولې يو نړيوال کنفرانس راوبلل شي چې په هغه کې د سولې پيغام اود جنګ نامشروع والى نړيوالو ته واورول شي؛
- فقر د هيواد په کليو او بانډو کې د امنيت د تامين پر وړاندې يوه ستره ننګونه ده. دولت دې خلکو ته د اقتصادي ستونزو د حل په خاطر د کارموندنې او ښوونې روزنې په برخو کې پاملرنه وکړي.
۶۹--دولت او د سولې عالي شورا دې د ټولو اړوندو بنسټونو په همکارۍ د مدني ټولنې او د هيواد له فرهنګي بنسټونو سره يو ځاى د سولې د فرهنګ د رواجولو په لاره کې ډير کار وکړي څو خلک د ليږد د پروسې، د سولې د پروسې، سيمه ييزو او نړيوالو همکاريو، د امريکا له متحده ايالاتو او نورو هيوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو په اړه له نژدې څخه يو روښآنه ليد ولري او د هغه په رڼا کې له انديښنې پرته د سولې په پروسه کې فعاله ونډه واخلي؛
۷۰-- موږ ټينګار کوو چې د سولې پروسه بايد د افغانانو تر لارښوونې لاندې پر مخ يوړل شي. په داسې حال کې چې د نړيوالې ټولنې له ملاتړ څخه په دې لار کې مننه څرګندوو، د هغوى د دوامدارو او جدي همکاريو او په ځانګړې توګه د سيمې د هيوادونو او اسلامي نړۍ د همکاريو غوښتونکي يو. په همدې وخت کې له هغوى څخه غواړو څو د افغانستان د دولت يا د سولې د عالي شورا له خبريدو پرته له موازي اقداماتو څخه چې د استخباراتي لوبو لپاره زمينه مساعدوي، ډډه وکړي؛
۷۱-- موږ له ګاونډيو او د سيمې له ټولو هيوادونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له وسايلو څخه په ګټې اخيستنې د نفوذ لپاره سيالۍ پريږدي، او د هغوى پر ځاى له ريښتنې او نژدې همکاريو سره چې د ټولو خير او برى په هغې کې نغښتى دى، د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي څو له دريو لسيزو قربانيو څخه وروسته سولې ته ورسيږي. په افغانستان کې سوله او ټيکاو په حقيقت کې په سيمه کې د ټيکاو په مانا ده او د افغانستان دولت په دې لار کې دوامداره فعال سياست تعقيبوي؛
۷۲--موږ د جرګې غړي يو ځل بيا له مخالفينو او دهغوى له مشرانو څخه په هر ځاى کې چې وي غواړو څو د افغانستان د خلکو په وړاندې بامسووليته چلند وکړي. نن هغه وخت دى چې شرايط د بحث او خبرو لپاره برابر شوي او کولاى شوو غوټه په لا س خلاصه کړو، پرته له د ې چې د هيواد د زرګونو بيګناه انسانانو وينې تويي شي. افغانان بايد په افغانستان کې د نورو موخو ته د رسيدو وسيله نه شي، او د هيواد ملي ګټې او د افغانستان د خلکو ژوند تل له خطر سر مخ کړي. البته راتلونکى مسووليت به د هغو پر غاړه وي چې د خداى په امر او د افغانستان د خلکو په غوښتنو سترګې پټوي، قتل او وژنو ته دوام ورکوي؛
۷۳-- موږ د دوديزې لويې جرګې د جوړولو لپاره د تيارى کميسيون د دارالانشا له مسوولينو څخه غواړو چې د کاري کيمټو ټولې سپارښتنې رسماً دولت او د سولې عالي شورا ته وسپاري چې د تفصيلي سپارښتنو په رڼا کې، مشخص تدبيرونه تر لاس لاندې ونيسي.
۷۴-- هغه دولتي چارواکي چې په بيلابيلو ډولونو د نظام په بې ثباته کولو کې د پردې تر شا وڼده لري، بايد له خپل حکومتي موقف نه لرې شي چې په هيواد کې نظم او ثبات ټينګ شي؛
. ۷۵--د افغانستان حکومت دايمې سولې ته در سيدو لپاره او په افغانستان او سيمه کې د امنيتي کړکيچونو لپاره د چټکې او اغيزمنې حل لارې د موندلو په موخه بايد د پاکستان له اسلامي جمهوريت سره جدي خبرې پيل کړي؛
دامريکې متحده ايالاتونه دې د طالبانو او مخالفينو له مشرانو سره د پټو خبرو له پرمخ وړلو څخه ډډه وکړي 76

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←