اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د پښتون قامي جرګه وځنډیدله

د پښتنوقامي او روحاني مشر محمدافضل خان (خان لالا) دروان ۲۰۱۱ ع کال دډسمبر په میاشت کې د يوي مهمي پښتون / افغان قامي جرګي د رابللو پریکړه کړی وه . خو د اوسني شرایطو او حالاتو په نظر کی نیولو سره ،د افغانستان ، پاکستان او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا له امله او د کڼ شمیر ملګرو د وړاندیزونو په بنسټ ښاغلی خان لالا دا لازمه وګڼله او پریکړه ئی وکړه چی دا مهمه جرګه په راتلونکی کی په یو بل مناسب وخت کی ډیر ژر راوبلی . او دجرګي تسلسل به جاري ساتی. نو لدی امله ټولو پښتنو/افغانانوعالمانو، پوهانو،ملي او قومي مشرانو، ديني او مذهبي مشرانو،سياستوالو،د زده کونکو (طالبعلمانو) نماېندګانو، د مزدورانو مشرانو، کسبګرو،سوداګرو، ژورنالستانو،د پښتنو/افغانانو دسيمواوعلاقو عامو مشرانو ته په درناوی خبر ورکول کیږی چی د دی اهمي جرګي وخت،ځای او نیټه به وروسته درسنیو له لاری اعلان شی.

په درنښت

اړيکي .

Contact Number:

Mohammad Afzal Khan (Swat):0092 946 795333 Asif Ali Khan:0092333 521 4054 E-mail: [email protected] E-mail:[email protected] د پښتنو د قامي وحدت اودبشپړي خپلواکئ او سوکالئ په هيله . په درناوی انجنیر اصف علی خان

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←