اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

له يادونو تر دردونوشعري ټولګه چاپ شوه

له يادونو تر دردونوشعري ټولګه چاپ شوه

.د سوهيلي پښتونخوا د تکړه شاعر او ليکوال زيارکښ مندوخېل دوهمه شعري ټولګه له يادونو، تر دردونو تازه له چاپه راوتلې ده . تر دې وړاندي د شاعر لومړۍ شعري ټولګه دا سندرې دي هم ساندې چاپ شوې وه .

دغه ټولګه، چې په ۱۹۱ مخونو کې په مجلد او ښکلي ډيزاين د زابل ولايت د فرهنګپال محمد نبي تلاش په مالي لګښت چاپ شوې ده او په ږوب کي ويښ ليکوال ادبي ټولنې د ۵۰۰ ټوکه په شمېر خپره کړې ده .

په دې ټولګه کې ۸۹ غزلې او ۲۱نظمونه راغلي دي . سريزه يې تکړه ژورناليست او شاعر بارکوال مياخېل ليکلې ده . ټولګه ستر ليکوال او مبارز ارواښاد سايين کمال خان شېراني ته ډالۍ شوې ده .

په دغه شعري ټولګه کي شعرونه زياتره حماسي او انقلابي بڼه لري، شاعر د دوطن اوسنۍ ناخوالې راسپړلې دي . او په خپلوشعرونو کي يې هیوادوال يووالي او سولي ته رابللي دي .

ليکوال زيارکښ مندوخېل

۰۰۹۲۳۱۵۵۰۱۵۰۶۰

رفيع الله مندوخېل

[email protected]

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←