اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو پروګرام

د دوهمې اوونۍ پروګرام
د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو يو پروګرام پیل کړی دی، چې هره اونۍ یو تن نوي او د ورځې اړین مسایل نورو سره شریکوي. ددې لپاره چې ددې کار خیر ډیرو هیوادوالو ته ورسیږي، موږ د افغاني ویبپاڼو له لارې غواړو دا مسایل نشر شي. هیله او دعا کوو چې الله (ج) به و یبپاڼو د چلوونکو په ګډون ټولو شریکو لوریو ته اجر ورکړي.
مطبوعاتي کنفرانس
استادامیرجان وحید احمدزی
ژورنالیست او لیکوال
مطبوعاتي کنفرانس
مطبوعاتي کنفرانس پر یو وخت له ګڼو رسنیو سره مخامخېدل او د معلوماتو وړيا وړاندې کول دي. یانې رابلل شوو رسنیو ته د پیغام خپرولو لپاره پیسې نه ورکول کېږي. د دې لپاره چې پیغام، کړنې او لاسته راوړنې مو ستاسو له غوښتنې سره سمې خپرې شي، نو د کنفرانس موضوع او پیغام مو باید نوی او په زړه پورې وي. تکراري نه وي او خلکو د پام وړ وګرځي.
مطبوعاتي کنفرانس پر یو وخت ډېرو خلکو ته د پیغام رسولو او د رسنیو د پراخ پوښښ خپلولو اغېزناکه لاره ده، ځکه ډېرخلک له خپلو کړنو، لاسته راوړنو، غوښتنو او غبرګونونو څخه خبرولی شئ. د مطبوعاتي کنفرانس د جوړولو ښه دلایل دادي چې مطبوعاتي کنفرانس:

  • د خلکو فکرونو ته مثبت بدلون ورکوي.
    خلکو ته د خپل ځواک، کړنو او لاسته راوړنو ښودل.
    د غبرګون ښودل او له نوروس سره دخپلو غوښتنوشریکول.
    د خپلو ستونزو او هڅو په اړه خبرتيا ترلاسه کول.
    د رسنيوپراخ پوښښ خپلول.
    تصميم نيونکو ته د خپلو غوښتنو په هکله يو پيغام لېږدول.
    په خپله اداره کې د ډېروکسانو داخلول.
    د خپلې ډلې ځواکمنتيا ښودل.
    عموماً له هغو کنفرانسونو څخه دا هیله لرلی شو چې مخکې له مخکې مو ښه تیاری ورته نیولی وي. څومره چې د کنفرانس لپاره ښه تیاری وشي، نو هومره به یې پایله او اغېز ښه وي.
    د تیاري پړاو:
    الف: د موخو ټاکل:
    د مطبوعاتي کنفرانس ترپلانولو دمخه ښايي تاسو ته خپلې موخې روښانه وي. د موخو روښانتيا يا ټاکنه درسره د مطبوعاتي کنفرانس په ښه پلانولو کې مرسته کوي. د خپلو موخو په زړه پورې اړخونه راوسپړئ، څو رسنیو ته په زړه پورې شي او خپرې یې کړي.
    د رسنیو له لارې ورکول کېدونکی پیغام او معلومات مخکې له مخکې معلوم کړئ. په هغه هکله د خپلو ملګرو وروستی نظر او هوکړه واخلئ. د معلوماتو او پیغام ورکولو لپاره وړ کسان غوره او دا معلومه کړئ چې یاد معلومات به څه ډول وړاندې کوي؟
    ویاند او د اسان چارو ټاکل هم د تیاري د پړاو برخه ده. وياند بايد دغه لاندې ښېګڼې ولري:
    په موضوع ښه پوه وي.
    د خبريالانو پوښتنې ځواب کړاى شي.
    د لنډ او روښانه ځواب ورکولو وړتيا ولري.
    تر اغېز لاندې رانه شي.
    په خبرو او ځواب ويلو کې ټکنى نه شي.
    په خپلوکړنو او خبرو ولکه ولري.
    خبريالان له نا اړونده پوښتنوڅخه اصل موضوع ته ور وګرځولی شي.
    خپل ټول معلوماتي مواد لکه مطبوعاتي اعلامیه، چارټونه، نقشې، انځورونه، وینا او نور هغه څه چې غواړئ یې د رسنیو له لارې د خلکو په واک کې ورکړئ، مخکې له مخکې معلوم او باوري کړئ.
    ب: د کنفرانس وخت او ورځ:
    د رسنيو راتګ ته په پام سره وخت وټاکئ. یانې داسې وخت چې رسنیو ته راتګ اسانه وي، لکه سهار ښه وخت دى، خو ډېر وختي يې مه پلانوئ،ځکه ډېرې رسنۍ سهار مهال خپلې کاري غونډې لري. ډېر هم مه ناوخته کوئ، ځکه چې بيا مهم خبري وختونه درڅخه تېرېږي. دنهه نيمو او يولس بجو تر منځ وخت مناسب دى. له يکشنبې څخه تر چهارشنبې پورې ورځې غوره دي. د اونۍ پاى هم مه انتخابوئ، ځکه د اونۍ په پای کې ممکن اکثر خبریالان رخصت وي. د کنفرانس د ورځې د ټاکلو پرمهال دا هم وګورئ چې په هغه ورځ کومه بله مهمه غونډه نه وي، ځکه ممکن بیا رسنۍ هلته بوختې شي او ستاسو کنفرانس ته درنشي.
    ج: د لګښتونو اټکل:
    د کنفرانس جوړولو پرمهال تاسو ځینې لګښتونه هم لرئ، نو د چارو د ښه ترسره کولو لپاره باید مخکې له مخکې خپل لګښتونه وسنجوئ او له خپلې پانګې سره یې پرتله وکړئ. وګورئ چې د دغو چارو د ترسره کولو لپاره کافي پانګه لرئ او که نه؟ دغه لګښتونه عبارت دي له:
    د خونې، هوټل او تالار کرايه.
    څوکۍ، مېز، سټېج.
    فوټوګرافر، فلمونه او ويډيوګانې.
    چارټونه، بينرونه، د وينا او اعلاميې کاپيانې.
    تېل او برېښنا.
    غږيز سيستم.
    د ټليفون کارت او ټرانسپورټ.
    اوبه اوچاى.
    د: د ځای ټاکل
    ځای باید دغه لاندې ځانګړنې ولري:
    ارام او خوندي ځاى غوره کړئ.
    معلوم او مشهور وي.(که کوم ناڅرګند ځاى وي، نو بيا خبريالانو ته دراټولېدو لپاره يو معلوم ځاى ور وښيئ او له هغه ځايه يې په موټرو کې د وړلو او بېرته راوړلو تيارى وکړئ.)
    د مېلمنو او خبريالانو د ځايولو شونتيا ولري.
    برېښنا او غږيز سيستم ولري.
    د موټر ورتګ اسانه وي.
    د موټرو تم ځاى ولري.
    اړينې اسانتياوې(ټليفون، مايکروفون، کافي ګروپونه او برېښنا ولري.
    کېداى شي ستاسو مرکزي دفتر، هوټل، د غونډو او رسنيو تالار يا بل کوم داسې ځاى وي چې هلته د رسنيو ورتګ اسانه وي.
    کېداى شي د موضوع اړوند ځاى وي لکه: روغتون، ښوونځى، پوهنتون، د موټرو تم ځاى او نور
    د غونډې خونه يا تالار ښايي ډېر لوى نه وي، ځکه ګڼې خالي څوکۍ بد اغېز پرېباسي.
    د کنفرانس تر پیلولو دمخه باید ځای له هر پلوه برابر وي. چارټونه او بینرونه په ټاکلو ځایونو کې لګول شوي وي. دخبریالانو لپاره ټاکلی ځای مهم دی، ځکه بیا ممکن په غونډه کې نورو مېلمنو او ګډونوالو ته مزاحمت وکړي. په وره کې د خبريالانو د نومونو او پتو ليکلو لپاره یو څوک وګومارئ. دا کار دوه ګټې لري. یو دا چې په راتلونکي کې په اسانه خبریالان راغوښتلی شئ. یا کولی شئ له هغوی څخه د راتګ له امله مننه وکړئ او دویم دا چې د یادو رسنیو څارنه کولی شئ چې ستاسو پیغام او کیسه په څه شکل خپروي.
    د مېلمنو او خبريالانو د هرکلي او لارښوونې لپاره مېلمه پال ودروئ. خبريالانو ته د وسايلو د تيارولو لپاره وخت ورکړئ. یانې تر څو چې هغوی خپلې کامرې او نور وسایل د ثبت او عکاسي لپاره نه وي ځای پرځای کړي، نو کنفرانس مه پیلوئ.
    د رسنیو بلنلیک
    د غونډو تر جوړولو دمخه رسنيو ته د ګډون لپاره وېشل کېږي.
    رسنيو ته د غونډې د موضوع، ځاى، نېټې او وخت په هکله معلومات ورکوي.
    بلنيک ښايي لنډ او روښانه وي.
    اړينه نه ده چې د ټول پروګرام لنډيز په کې تشريح شي.
    يواځې خپل يا د خپلې ادارې نوم، د غونډې موضوع، ځاى، ورځ، وخت او د ټليفون شمېره په کې وليکئ.
    کېداى شي مهم ويناوال هم ورځاى کړئ
    بلنليک مه ډېر وختي او مه ډېر ناوخته استوئ، د وختي استولو تاوان دادی چې ممکن کنفرانس د هغوی له یاده ووځي او که ناوخته یې واستوئ، نو بیا ممکن د درتلو تیاری ونه شي نیولی.پر ټليفون د بلنليک رسېدل کره او باوري کړئ. په بلنلیک کې په لنډه توګه دا روښانه کړئ چې ولې د رسنيو ګډون حتمي دى؟
    ترکنفرانس يوه ورځ وړاندې بيا د ټليفون له لارې کنفرانس ور په ياد کړئ.
    د مطبوعاتي کنفرانس پیلول:
    کنفرانس پر ټاکلي وخت پيل کړئ. په پيل کې ټولو ته ښه راغلاست ووایئ. بیا ډونوالو ته ويناوال ور پېژنئ. وينا ښايي له لس دقيقو اوږده نه وي. کوښښ وکړئ چې ډېر وخت خبریالانو ته د پوښتنو لپاره ورکړئ. معلوماتي کڅوړه (ليکلي معلومات، معلوماتي پاڼې،چارټونه، مطبوعاتي اعلامیه، د وینا متن او لیدتوکي ( بنیرونه او تصويرونه) له رپورټرانو سره د کيسو په پنځولو او توليد کې مرسته کوي، خو دا مواد په پای کې وویشئ. په پیل کې د دې موادو وېش کېدای د غونډې نظم ګډوډ کړي او یا ممکن ځیرک خبریالان د هغو په رڼا کې ننګوونکې پوښتنې وکړي.
    که مو ویناوال زیات وو، نو هر ويناوال ته له درې څخه تر پنځو دقيقو پورې وخت ورکړئ. د پوښتنو ځوابونه ښايي روښانه، لنډ او کره وي. پرانيستى انداز کنفرانس په زړه پورې کوي. په پای کې ګډونوالو ته د راتګ مننه ووایئ.خبريالانو ته د مرکو او عکسونو اخيستلو وخت ورکړئ اود زياتيګړو معلوماتو لپاره خبريالانو ته ځاى او کس وروښیئ.
    تر مطبوعاتي کنفرانس وروسته:
    له رسنيو څخه د برېښناليک له لارې مننه. وکړئ. دا ستاسو او د رسنیو تر منځ د ښو اړیکو په ټینګښت کې مرسته کوي او ګټه یې داده چې هغوی په راتلونکي کې هم ستاسو غونډو ته راځي. راغلې رسنۍ وڅارئ او دا وګورئ چې کومه يوهستاسو پيغام خپروي. که کومې رسنۍ ستاسو پيغام خپور نه کړ، نو پر ټليفون ورڅخه د نه خپرولو لامل وپوښتئ. له خپلو ملګرو سره په ګډه د غونډې ارزونه وکړئ. تېروتنې او نيمګړتياوې مو وليکئ. دا درسره په راتلونکو غونډوکې مرسته کوي.
    د يوه بريالي کنفرانس لس پړاوونه
    v لومړنى پړاوو:
    v مخکې له مخکې پلان او تيارى.
    v اونۍ دوه د مخه د کارونو او دندو وېش.
    v دويم پړاو:
    v له خپلې ډلې او ملګرو سره د خپلو اندونو شريکول.
    v د خپلو غړو نظرونه اخيستل.
    v د ورکوونکي پيغام په اړه پرېکړه.
    v دريم پړاو:
    v د وينا، پوسټرونو، بينرونو اوپريس کټ تيارول.
    v څلورم پړاوو:
    v د رپورټرانو او مېلمنو نوملړ
    v پنځم پړاوو:
    v بلنليک ليکل او خپرول.
    v شپږم پړاوو:
    v وينا ليکل.
    v وينا بايد لنډه وي.
    v اووم پړاوو:
    v د ټولو جزئياتو بشپړول.
    v خبري اعلاميه ليکل.
    v اتم پړاوو:
    v رپورټرانو ته پر ټليفون دکنفرانس ور يادول.
    v نهم پړاوو:
    v د کنفرانس په ورځ وختي د غوڼدې ځاى ته تلل.
    v ويناوال ، مواد او نور اداره کول.
    v لسم پړاوو:
    v ترکنفرانس وروسته د غونډې ارزونه او د رسنيو څارنه
    پوښتنلیک
    دغه پوښتنلیک درسره د کنفرانس په ښه ترتیب او تنظیم کې مرسته کوي. څومره چې شونې وي، نو هومره ښه تيارى وکړئ. ځينې شيان د خبري کنفرانس تر پيلولو وړاندې دوه ځله چک کړئ. وګورئ چې:
    ايا نېټه، وخت او ځاى رسنيو او مېلمنو ته هوسا او ارام دى؟
    د څومره کسانو د ګډون هيله من يې؟
    ايا د ټولو بلل شويو کسانو د ځايولو کافي ځاى لرې؟
    ايا ته غواړې چې ټول رابلل شوي هلته وي؟
    که ټول هلته ځاى نه شو، نو بيا؟
    ايا ته يوه کوچنۍ خونه لرې؟
    ايا ټاکلى ځاى ارام دى؟
    د رسنيو د وسايلو اړتياوې پوره کولى شي (ټلويزيوني کامرې، برېښنايي مزي، مايکروفون او نور.)؟
    ايا هغه ټول کار کوي؟
    تا هغه ټول چک کړل؟(د هغه د چک کولو ښه لاره د رسنيو د غړو د اړتياو په اړه د هغوى پوښتل دي.)
    ايا هغو رپورټرانو ته چې په خبري کنفرانس کې يې د ځينو دلايلو له مخې ونډه وانه خيستله تصويرونه او معلومات برابر شوي دي؟
    که دکنفرانس موضوع پېچلې وي، نو ايا د هغې د اساني او څرګندتيا لپاره لنډيز تيار شوى دى؟
    ايا په دفتر کې ستا د ډلې څوک شته؟ کومې رسنۍ هغه تعقيبولى شي ؟
    ايا هغو رسنيو چې کنفرانس ته نه دي راغلي هغوى پريس کيټ ترلاسه کړى؟
    لنډه دا چې د ښه او بریالي کنفرانس جوړولو لپاره باید پورتني یاد ګامونه پر وخت او یو په بل پسې ترسره شي، څو هغه موخه چې د کنفرانس له جوړولو څخه یې لرو په ښه توګه ترلاسه کړای شو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←