اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د باچا خان د مزار ودانولو کار پیل شوی دی

باز محمد عابد، مشال راډیو جلال اباد - پر مزار له تېرو درې نيمو کلونو راهيسې د څه وجوهاتو له امله کار درېدلى و چې مشال راډيو د جلال اباد څانګې وخت په وخت د مزار په کنډر حالت رپورټونه ورکړي وو، تر دې چې د باچاخان د ۲۵ تلين په مناسبت يې يوه ويډيو هم د مشال ويبپاڼې له لارې خپره کړې وه.
حمد الله ارباب چې ((ځوانان په عمل کې)) د ټولنې مشر دى، وايي چې د مشال راډيو له پاڼې يې ويډيو کاپي کړې وه او پيښور کې يې د عوامي نیشنل پارټۍ مشرانو سره شريکه کړې وه چې له وج

​​ده مشال راډيو ته وويل:
(( د مشال راډيو له ويبپاڼۍ ما د باچا خان بابا د مزار ويډيو خپل موبايل ته ډاونلوډ کړې وه. بيا مې جمال شاه سره په دۍ خاطر تماس نيولى و چې که وکولاى شو چې دا ويډيو اول قيصر خان لالا او بيا ميا صيب افتخار او نورو مشرانو ته وښييو. د قيصر خان لالا دې کور ودان وي، د هغې په واسطه مو اول ارباب طاهر او بيا ميا صيب سره وکتل، دا ويډيو مو ورته وښوده، هغوى موږ ته وعده راکړه چې د اپريل په پاى کۍ موږ د همدې کار لپاره خپل کسان ليږو. تيره ورځ چې موږ ورغلو، هغه قرارداديان ( ټيکه داران) راغلي، او هغوى عملاَ کار شروع کړى چې ډېر د خوشالۍ ځاى دى.))ې يې په مزار او کمپلکس کار پيل شوى.

ده مشال راډيو ته وويل:
(( د مشال راډيو له ويبپاڼۍ ما د باچا خان بابا د مزار ويډيو خپل موبايل ته ډاونلوډ کړې وه. بيا مې جمال شاه سره په دۍ خاطر تماس نيولى و چې که وکولاى شو چې دا ويډيو اول قيصر خان لالا او بيا ميا صيب افتخار او نورو مشرانو ته وښييو. د قيصر خان لالا دې کور ودان وي، د هغې په واسطه مو اول ارباب طاهر او بيا ميا صيب سره وکتل، دا ويډيو مو ورته وښوده، هغوى موږ ته وعده راکړه چې د اپريل په پاى کۍ موږ د همدې کار لپاره خپل کسان ليږو. تيره ورځ چې موږ ورغلو، هغه قرارداديان ( ټيکه داران) راغلي، او هغوى عملاَ کار شروع کړى چې ډېر د خوشالۍ ځاى دى.))
د باچا خان د مزار او کمپلکس په اړه د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخارحسين مخې ته مشال راډيو څه داسې پوښتنې کېښودې:
مشال راډيو: موږ د مشال راډيو له لارې څو ځلې د باچا خان بابا د مزار په خسته حال رپورټونه کړي او يوه ويډيوهم موږ خوره کړې وه چې د نیشنل پارټى له ځينو مشرانو سره شريکه شوې وه. اوس په مزار کار پيل شوى، دا کار د پښتونخوا صوبايي حکومت پيل کړى، نیشنل پارټى پيل کړى او د کومې بلې خوانه دى؟

ميا افتخار حسين: زموږ په اخباراتو کې به هم دا راتلل او خلکو به هم دا ويل چې د باچا خان بابا په مزار کار نه کيږي، داسې تاسو هم په کې خپل حق ادا کړى خبره مو کړې ده. موږ ته د دې خبرې احساس و خو بذات خود چې دافغانستان او زموږ خاوره يوه خاوره ده، دابيله خبره ده چې په انتظامي توګه دا د يو بل نه جدا ده. اوس په دې کې هم د افغانستان حکومت موږ سره کمک کوي، موږ د دې لپاره خپل يو خصوصي ټيم جوړ کړو، هغه د ارباب طاهر په مشرى کې افغانستان ته لاړو. د افغانستان حکومت يې د جوړيدو ذمه واري واخيسته. نیشنل پارټۍ او د افغانستان حکومت په ګډه په مزار کار پيل کړو.

مشال راډيو: دا يوازې د مزار کار پيل شوى که نه، دې سره يو لوى کمپلکس هم ډيزاين شوى و، کتابخانه او....
ميا افتخارحسين : دا چې دلته څه پخوا ډيزاين شوي وو، موږ به يې کوو، بلکې زموږ خواهش دى چې نور زياتوالى هم په کې راوړو. باچا خان ډير حقدار دى، کاش چې د خيبر پښتونخوا حکومت په دې کې نيغ په نيغه کار کولى شو. هغه به نوره هم ډيره اسانتيا وه. خو د افغانستان حکومت په دې کې ډير خواهش لري، هغوى په دې کې ډير کوششونه کوي. موږه د افغانستان د حکومت په دې کوششونو شکريه ادا کوو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم چې د مزار او کمپلکس څخه د څارنې دنده يې پر غاړه ده، مشال راډيو ته وايي:
(( مطبوعاتو به هميشه له موږ نه دا تقاضا کوله چې د باچا خان مقبره په همدې حال پاتې ده. تاسو به هر وخت راتلۍ او د مشال راډيو لپاره به مو پرې راپورونه جوړول چې خپاره شوي او ما اوريدلي هم دي. نو يو ډول خجالت به مو ايسته. د ژورنالستانو، راډيوګانو او ستاسې د هڅو په نتيجه کې موږ دې ته اړ شو چې دا موضوع د لوړو مقاماتو سره مطرح کړو، له والي صيب سره او د اطلاعاتو فرهنګ له وزارت سره او همدا رنګه په يو ډول نه يو ډول د باچا خان له کورنۍ سره او د نیشنل پارټى له مشرانو سره په سفارتي کچه موږه تماسونه ونيول او دا د دې خبرې سبب شو چې په کمپلکس کار پيل شو او دې ټولو هڅو او ټولو خبرو رنګ راوړ.))
اورنګ صميم وړاندې وايي:

له نيکه مرغه د نیشنل پارټۍ عمومي منشي ارباب طاهر دلته راغلو او د ولايت مقام د مرستيال په شمول موږ د باچاخان مقبرې ته ورغلو او ارباب صيب هغه کمپليکس موږ ته د يوې نقشې له مخې ټول معرفي کړو. د باچا خان مزار جوړول، ورسره خوا کې د يوه لوى او ښکلي جومات جوړول. ميلمستون جوړول، يو لوى هال جوړول، کتابخانه جوړول، او همدا شان هلته چې د باچا خان کوم کور دى له هغې نه داسې يو موزيم جوړول چې د باچا خان د جد جهد او تاريخي سفرونو اسناد چې که هغه په هندوستان کې وي، پيښور کې وي، او يا هم د پاکستان په نورو صوبو کې وي، هغه ټول اسناد او شواهد به په دې موزيم کې ساتل کيږي اود باچا خان د شخصيت، د هغه د جد و جهد او د هغه له مبارزو نه به نوى نسل ګټه پورته کوي.
د يادولو ده چې د باچاخان په مزار د تيرو درې نيمو کلونو راهيسې د جوړيدې چارې دريدلې وې چې د مشال راډيو په ويبپاڼه کې د خپرې شوې ويډيو له برکته يې په مزار او کمپلېکس کار پيل شوى او په تېزۍ سره پر مخ روان دى

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←