پښتونخوا: 303 اربه روپۍ بجټ وړاندې کړې شو
د خېبرپښتونخوا د 303 اربه روپۍ متوازن بجټ وړاندې کړې شو
پېښور :مالي کال 13-2012 لپاره د خېبرپښتونخوا د 303 اربه روپۍ متوازن بجټ وړاندې کړې شو۔بجټ د خزانې صوبائي وزير انجينئر همايون خان د جمعې په ورځ وړاندې کړو۔د بجټ وړاندې کولو په مهال د خزانې صوبائي وزير انجينئر همايون خان ووئيل چې په راتلونکي کال کښې د صوبې د محصولاتو اندازه 303 اربه روپۍ ده کومه چې د روان مالي کال څخه 22 فيصده زياته ده۔دغسې د اخراجاتو اندازه هم 303 اربه روپۍ لګول شوې او دا يو متوازن بجټ دې۔ده ووئيل چې دا خبره د اطمينان وړ ده چې د راتلونکي مالي کال لپاره د 74 اربه 20 کروړه روپو پرمختيائي پروګرام ترتيب کړې شوې۔د خزانې صوبائي وزير ووئيل چې د مرکزي ټېکسونو څخه به صوبې ته 183 اربه 68 کروړه 49 لاکهه 37 زره روپۍ ترلاسه کېږي۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د اخراجاتو په توګه به 22 اربه 7 کروړه 10 لاکهه 58 زره روپۍ ترلاسه کېږي کومې چې د روان مالي کال په نسبت 22 فيصده زياتې دي۔ده ووئيل چې د صوبې په سوئېلي سيمو کښې د تېل او د ګاز د پېداوار د رائلېټي په مد کښې به 22 اربه 15 کروړه 75 لاکهه 43 زره روپۍ ترلاسه کېږي کومې چې د روان مالي کال په نسبت 60 فيصده زياتې دي۔ده ووئيل چې په خدماتو د جنرل سېلز ټېکس څخه به 9 اربه 88 کروړه 63 لاکهه 94 زره روپۍ ترلاسه شي۔د صوبې د خپلو محصولاتو څخه به 7 اربه 81 کروړه 22 لاکهه 21 زره روپۍ ترلاسه کېږي۔ده ووئيل چې د برېښنا د منافع پھ مد کښې به صوبې ته 6 اربه روپۍ ترلاسه کېږي دغسې 25 اربه روپۍ به د برېښنا بقايا جات ترلاسه شي۔د خزانې وزير ووئيل چې راتلونکي مالي کال لپاره د اخراجاتو اندازه 303 اربه روپۍ لګول شوې په کومو کښې چې 191 اربه 60 کروړه روپۍ روانو پرمختيائي پروژو لپاره بېلې کړې شوېدي۔روغتيا لپاره لس اربه 33 کروړه 3 لاکهه 74 زره روپۍ تعليم لپاره 6 اربه 7 کروړه 16 لاکهه 83 زره روپۍ٬ پوليس لپاره 23 اربه 35 کروړه 56 لاکهه 13 زره روپۍ٬ايريګېشن لپاره 2 اربه 79 کروړه 99 لاکهه 13 زره روپۍ فني تعليم او افرادي تربيې لپاره 1 ارب 73 کروړه 26 لاکهه 92 زره روپۍ٬کرکيلې لپاره 1 ارب 23 کروړه 86 لاکهه 66 زره روپۍ٬ماحولياتو لپاره 1 اربه 11 کروړه 72 لاکهه 83 زره روپۍ ٬مواصلاتو او رغونې لپاره 2 اربه 45 کروړه 64 لاکهه 83 زره روپۍ٬پنشن لپاره 21 اربه 58 کروړه 17 لاکهه 96 زره٬د ضلعي حکومتونو تنخاګانو او نورو اخراجاتو لپاره 83 اربه 83 کروړه 92 لاکهه 64 زره روپۍ په غنمو سبسډۍ لپاره 2 اربه 50 کروړه روپۍ او د قرضونو ادائېګۍ لپاره 9 اربه 56 کروړه 30 لاکهه روپۍ بېلې کړې شوېدي
