اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

هلمند: ۱۷کسان ووژل شول

د هلمند ولايت په موسا کلا ولسوالۍ کي وسلوالو طالبانو ددوو ښځوپه ګډون له اوولس تنه افغان وګړو سرونه پرې کړي دي. که څه هم تراوسه د دې اوولسو کسانو داعدام اړه وسلوالو طالبانورسنيوته څه نه دي ويلي ،خو دولتي چارواکي وايي تيرشپه طالبانو دهغه اولسي بانډار پرمهال راټول سوي اولس تنه وژلي دي چي دموسا کلا ولسوالي په روشنايي کلي کي جوړ سوى وو.
د موسا کلا ولسوال نعمت الله صميم له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل طالبانو دجاپاني په نوم د موسقۍ بانډار پنځلس نارينه چي دوه ښځې ورته رقصېدلي ووژلې.
خو د موساقۍ دکنسرت خبره دهلمند دوالي وياند داود احمدي رد کړه ويي ويل دموسا کلا ولسوالي په روشنايي کلي کي د طالبانو له لوري وژل سوي ټول کسان افغان وګړي او ددولت پلويان دي. هغه وويل طالبانو په دې ټولو کسانو دجاسوسۍ دشک ترڅنګ له دولت سره د مرستي ادعا کړي ده.
په همدي شپه وسلوالو طالبانو دواشير ولسوالۍ په ګورازان سيمه دملي پوځ ۱۲سرتيري ووژل او څلور نور يي ټپيان کړل.
دهلمنددوالي وياند داود احمدي وايي پيښه تيره شپه رامنځته سو ي ده خو داچي دملي اردو دغه لس تنه سرتيري چا وژلي دي. په دي اړه تحقيقات روان دي. احمدي وايي کيداي سي داکار د یوه داخلي سازش له مخي سوى وى. اوداسې راپوټونه هم دي چې پر دې مهال پنځه تنه عسکر یا خو طالبانو تښتولي دي یا خپله تښتيدلي دي.

بلخواد خیبر ایجنسۍ په باړه قمبر اباد سیمه کې په کورونو د هوان توغندي لګیدلي چې په کې د يوې کورانۍ نهه غړي وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
راپورونه وايي،توغندي د عبدالکریم نومی تن په کورنۍ راپریوتي دي ،نوموړي مشال ريډيو ته وېلي چې د کورنۍ شپږ کسان یې ځای پر ځای وژل شوي او دريو نورو په روغتون کې سا ورکړې ده.
ژوبل کسان ددرملنې لپاره د پیښور روغتونونو ته رسول شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکي وايي توغندي د امنیتی سرتیرو له خوا توغول شوي دي.
خو بل پلو د پوځ د اطلاعاتو اداره ، دا تورونه ردوي او وايي، د دې تر شا د وسله والو لاس دی . خو وسله والو هم له دې نه انکار کړی چې ګواکې توغندي دوی ورولي دي.
یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرې څه مودې راهیسې د وسله والو پرضد پوځي عملیات روان دي ،او وخت نا وخته پکې دا ډول پيښې رامنځ ته کيږي چې ولسی وګړو ته په کې هم مرګ ژوبله اوړي.

Source: Mashaal

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←