افغان سينما تياتر مرکز
افغان سينما _ تياتر مرکز په پام کې لري د ځوانانو، تنکيو ځوانانو او ماشومانو لپاره د ادبياتو، تمثيلي هنر، موسيقۍ، ملي اتڼ او همداراز د مورنۍ ژبې او ديني زده کړو په برخو کې ښوونيز کورسونه پرانيزي.
دغه کورسونه د پياوړو او درنو استادانو لکه استاد زرين انځور، ښاغلي محمداجان يار، ښاغلي عبدالواحد نظري، ښاغلي معاون ګران، ښاغلي صلاح الدين قاضي خېل او ښاغلي محب الله رووفي تر نظر لاندې جوړېږي.
