اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د PSDP د فرانکفورت څانګي غمرازی اوغندنه

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPد فرانکفورت څانګي د ۲۰۱۲ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۲ مه نیټه دفرانکفورت په ښار کی بیړنۍ غونډه وکړه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، ورپسې دګډونوالو له خوا د پښتونخواسینئر سوبائی وزیر او د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي کمیتۍ غړي ارواښاد بشیر احمد بلور باندی ناروا، نا ځوانه او غیراسلامی ځانمرګی برید په کلکه سره وغندل شو او د شهیدانو روح ته دعا وشوه.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د بهرنیو اړیکو سیکرټري اود فرانکفورت څانګي مشر ښاغلی محمد اقبال لالا وویل چې د پښتنو دښمنان به د پښتنود مشرانو په وژلو سره هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي، مونږ د شهید بشیر احمد بلور صیب جرئت او خدمت او قربانیو ته دعقیدت ګلونه وړاندی کوو، شهید بشیر احمد بلور او ورسره نورو شهیدانو ته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوو له حاجي غلام احمد بلور او او عوامی نشنل ګوند سره پدې نه هیریدونکې غم کې ځان شریک ګڼو.

روح دی ښاد وی

لالا اقبال

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د بهرنیو اړیکو سیکرټري اود فرانکفورت څانګي مشر

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←