اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ګټورديني اثر دوېش په وياړ

د ګټورديني اثر دوېش په وياړ

د روان ۲۰۱۲ ع کال دډسمبرد میاشتي په ۲۳ مه نېټه په اوسلو کې د افغانانو د کلتوري ټولنې له خوا د اسلام د ټولنيزو حکمونو د لنډيز او نبي کريم (ص) د ژوند پېښليک په نوم ګټور اثر، چې دښاغلی الحاج محمد نادر سرشار لټون او ليک دی، د وېشلو په وياړ غونډه جوړه شوې وه. دا کتاب ۲۸۰ مخونه لري او په ساده او روانه پښتو ليکل شوی دی. په دې ګټور اثر کې د اسلامي ټولنې لپاره د شرعي احکامو، معاملاتو په اړه ديني سپارښتنې، اصول او قواعد او همداشان د نبي کريم (ص) د ژوند په هکله د پېښليک لنډ معلومات ځای شوي دي.

په دې غونډه کې د پاک قرآن د څو اياتونو د تلاوت څخه وروسته الحاج محمد نادر سرشار د کتاب د ليکلو موخه بيان کړه، بيا ښاغلو هر يو استاد وارث، ضياالدين امين او عظم الدين خان عليمي لنډې خبرې وکړې او د کتاب ليکوال ته يې مبارکي وويله. په ياده غونډه کې په ناروې کې د افغانستان د سفارت لوی قونسل اجمل امين هم ګډون درلود.

پټه دې پاتې نه وي چې د کتاب ليکوال له ټولو ګډونوالو او ددې کتاب د ټولو لوستونکو څخه هيله وکړه چې ياد کتاب په کورونو کې تدريس کړي، ترڅو لوی او واړه ترې ګټه واخلي. غونډه ددعا په کولو سره پای ته ورسېده.

اړينه يادونه:

د کتاب وېش په ناروې او شاوخوا هېوادونو کې دوام لري او مينه وال کولای شي چې په ناروې کې نوموړی کتاب له نظيف الرحمن سرشار څخه په وړيا توګه تر لاسه کړي . په جرمني او ګاونډيو هېوادونو کې وروسته وېشل کېړي.

د نظيف الرحمن سرشار د تليفون شمېره: ۹۹۶۹۶۴۹۸

د سپين غر مجلې خبريال

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←