د امن شاعر پیرګوهر له نړۍ سترګې پټې کړې

غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه،مينه شي
روس دي امريکا نه ځار، امریکا دې ځار له چينه شي
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه ،مينه شي
په ډیره خواشينۍ سره مو د امن شاعر ښاغلي پیر ګوهر دمړیني خبر تر لاسه کړچې په کوزه پښتونخواکې ئې لدې فاني نړۍ څخه ئې د تل لپاره سترګي پټي کړي.
انالله واناالیه راجعون
ارواښاد پیر ګوهر پښتو ژبی او ادب ته نه ستړي کیدونکي د ستاینی وړ او نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي چې پښتانه به ئې تل یاد ساتي
ارواښادپير ګوهر د نهې(درې نۍ / سه شنبي) په ورځ د ډسمبر پر اتمه نيټه ۱۹۳۰ م کال د مردان په پيرانو کورنۍ کې يې د پير عبدالغفورشا کره سترګې غړولې وې.
نوموړی په پښتو ادب کې يو ځانګړی مقام ترلاسه کړی و او په مينه او امن يې کلک باور لرلو او ژوند يې له مينې او امن پرته نيمګړې ګڼلو او هم په دې سوب ورته رایټر ګلډ د امن شاعر خطاب ورکړ.
پيرګوهر د اتو کتابونو ليکونکې وو چې په کې لومړی مړې کتاب د شاعرۍ ،، ولولې ،، چې په ۱۹۶۰ م کال کې خپور شوې وو دغه رنګ ،، ازغن سپرلى،، شاعري په کال ۱۹۷۰ ،، پولۍ لاسونه ،،شاعري کال ۱۹۷۲ ،، حق شعور ،، شاعري ۱۹۸۶ ،، شلغاتى ،، نثر ۱۹۸۷ ،، تصوف نوراني ،، نثر ۱۹۸۹ ،، ژوندى انسان ،، نثر کال ۱۹۹۲ او د طنز او مزاح ،، خرافات ،، نومې کتاب يې په کال ۱۹۹۴ کې خپور کړى وو.
د ذکر وړ ده چې دوه کتابونه د پير ګوهر د فن او شخصيت په اړه تاليف کړل شويدي چې په کې يو د امن شاعر -فن او شخصيت د غمګين ماياري دى، چې د افغانستان دولت لخوا خپور شوی دی او بل ګوهريات نوميږي چې افتاب ګلبن تاليف کړی دی چې په کې د پيرګوهر د ژوند او فن په اړه په ښه ډول عکاسي شويده
ارواښاد پیر ګوهر د ۲۰۱۳ ع کال د جنورۍ په ۶ مه نیټه د اتوار (یوه نۍ /یکشنبي) په ورځ لدی فاني نړۍ څخه وکوچید او د مردان د کسکورونو په هدیره کې په ابدې خوب وده شو.
د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند د ارواښاد پیر ګوهر مړینه پښتون اولس او ادب ته ستر تاوان بولي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره يي په دغه نه دروند غم کې ځان شریک ګڼي.
روح دی ښاد وي
خلک خو وايي چې دلبر ښکلى دى
خو زه ويم نۀ ، زما نظر ښکلى دى
او يو کعبه جوړه کړه او بل بتان جوړ کړل
نو لاس د خليل کۀ د ازر ښکلى دى
