اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د ارواښاد زرملوال په مړینه د PSDP د غمرازۍ پیغام

په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبی منلی، ليکوال ، او ژورنالست ښاغلی غلام محمد زرمل وال نن دیوه نۍ (یکشنبي /اتوار ) په ورځ د ۲۰۱۳ ع کال د جنورۍ د میاشتي په ۲۰ مه نیټه له خپل ټاټوبي ډیر لیري په لندن کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله لدی پاتي نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي.

انالله وانااليه راجعون

ارواښاد غلام محمد زرملوال په انګلستان کې د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګې بنسټ کییښود، د پښتو اوپښتولۍ سره دبې کچې میني له امله ئي د له ډیر پخوا نه دپښتنو ټولنيزولسوليز ګوند د مشرانو سره نزدي اړیکي لرلي.

ارواښاد غلام محمد زرملوال د پښتو ژبي د بډایني لپاره قلم پورته کړی ؤ، ګڼي پوهنیزي اوڅیړنیزي ارزښتناکي لیکني ئي کړي. چي دده یاد به تل تازه ساتي.
د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند ارواښاد غلام محمد زرملوال مړینه يو ستر تاوان ګڼي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره ئې په دغه غم کې ځان شریک ګڼي . روح دی ښاد وي

په درناوي

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

ارواښاد زرملوال د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دمشرانو جرګې دغړو سره

PSDP او د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګی ګډه غونډه وکړهPSDP او د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګی ګډه غونډه وکړهPSDP او د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګی ګډه غونډه وکړهPSDP او د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګی ګډه غونډه وکړه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←