اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د پښتو د ملي شاعر استاد ملنګ جان په ياد غونډه

د تېر 2004ع کال د جولاى د مياشتې په 24مه نېټه د جرمني د کولن په ښار کې يو په زړه پورې ماښامى جوړ شو. ددې ماښامي ناظم ښاغلى مجيد افسوس له خوا په ماښامي کې ګډون کوونکيو ته ښه راغلاست وويل شو. ورپسې يې د PSDP مشر ښاغلي داکتر کبير ستوري ته بلنه ورکړه، چې ماښامى پرانيزي. ښاغلي ستوري د ملي شاعر استاذ ملنګ جان په شخصيت او شاعرۍ لنډه رڼا واچوله او ماښامى يې پرانست. د سټېج چارې ښاغلي انجنير فريدالله ساپي سمبالولې.
ددې پروګرام د راجوړوونکو ښاغلي عبدالحميد افسوس، ښاغلي اسحق سلطان، ښاغلي عزيز افسوس او ښاغلي زاهد اپريدي له خوا شعرونه واورول شول.
ددې غونډې لپاره له سويډن څخه راغليو د پښتو خوږ ژبيو سندرغاړو ښاغلي کبير اميري او ښاغلي همايون له خوا د ملي شاعر ملنګ جان له شعرونو څخه د ګلونو امېل جوړ او د پښتو په ښکلې موسيقۍ کې مينه والو ته وړاندې شو، چې د حاضرينو د خوښۍ سبب شو.
د غونډې په پاى کې ښاغلي زرين انځور خپله وينا واوروله او ښاغلي حاجي فضل الرحمن شېر خبرې وکړې او مېلمنو ته يې مخه ښه وويله

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←
د پښتو د ملي شاعر استاد ملنګ جان په ياد غونډه · Pashtoonkhwa