اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

داداري فساد پرضدمبارزه کوم

د اداري فساد پر ضد به کلکه مبارزه کوم

راپور : عزت الله ذکي

د اروزګان د ولايتي شورا نوى رئيس وايي، ولايتي شورا به د خپلو نورو دندو تر څنګ، د اداري فساد پر ضد کلکې مبارزې ته دوام ورکړي. آمان الله هوتکي، چې د اروزګان د ولايتي شورا د سږ کال په ټاکنو کې يو وار بيا د ولايتي شورا د مشرتابه چوکۍ تر لاسه کړې ده، دا څرګندونې ټاټوبي اوونيزې ته په پوه ځانګړې مرکه کې وکړې. د اروزګان د ولايتي شورا ټاکنې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې وشوې، چې د مشرتابه چوکۍ ته يې د ولايتي شورا پخوانى رئيس محمدابراهيم اخندزاده او آمان الله هوتکي کانديد وو. د ټاکنو په پايله کې ښاغلى هوتکي د ولايتي شورا له اتو غړو څخه د اوو تنو د موافقو رايو په تر لاسه کولو وتوانېد چې د ولايتي شورا د مشرتابه چوکۍ خپله کړي. ښاغلى هوتکى وايي، د اروزګان د خلکو ستونزو ته په ولايتي او مرکزي کچه پراخ انعکاس ورکول، د اداري فساد پر ضد کلکه مبارزه کول، د دولتي ادارو د چارو څارنه او له مرکزي ادارې د اروزګان په اړه د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کول يې په لومړيتوبونو کې دي. آمان الله هوتکي، چې تر دې مخکې هم دوه ځله د اروزګان د ولايتي شورا رئيس پاتې شوى، وايي چې پخوا يې هم د اداري فساد پر ضد مبارزه کول له لومړيتوبونو څخه وو او اوس هم همدا چاره ورته لومړيتوب لري. هغه زياته کړه: ((ما مخکې هم په اروزګان کې د ادارې د شفافيت په برخه کې هلې ځلې کړې او دا وار بيا غواړم چې د اداري فساد پر ضد کلکه مبارزه وکړم.)) آمان الله هوتکي په ادارو کې د فساد شتون د لويو ستونزو زېږنده بولي او وايي چې همدا فساد د ډېرو لويو او مهمو چارو په وړاندي خنډ ګرځېدلى دى. د نوموړي په باور، د اداري فساد شتون آن له سولې او امن سره تړاو لري او له منځه وړل يې د سولې په راوستلو کې مرسته کوي: ((د اداري فساد له منځه وړل له سولې سره تړاو لري، ځکه که اداره شفافه نه وي، نو مخالفين زموږ د سولې دعوت ته هرکلى نه وايي، خو که اداره شفافه وي، بيا ډېره آسانه ده چې هغوى زموږ وړانديز ومني.)) ولايتي شورا يوازي مشورتي رول لري او هيڅ ډول اجرائيوي واکونه نه دي ورکول شوي. له ښاغلي هوتکي مو وپوښتل چې يوازي د مشورتي رول په لرلو به څنګه وتوانېږي چې د اداري فساد پر ضد مؤثره مبارزه وکړي، هغه وويل، ښه به دا وي چې ولايتي شورا په ځينو مواردو کې اجرائيوي واکونه هم ولري. دى وايي: ((که څه هم دا وېره شته که ولايتي شورا اجرائيوي واک ولري، ښايي ځيني کسان ناوړه استفاده ځني وکړي، خو د دې لپاره که په ځينو مواردو کې زموږ مشورتي رول کار نه ورکوي، هلته اجرائيوي واک هم وي، نو ښه به وي.)) د اروزګان ولايتي شورا په تشکيل کې نهه تنه غړي لري، چې شپږ تنه نارينه او پاتې درې نور يې ښځې دي. خو دغه ولايتي شورا دا مهال يوازي اته تنه غړي لري او دا ځکه چې هلته د ولايتي شورا د درېيو ښځينه پوسټونو لپاره يوازي دوې تنې کانديدې وې، چې يوې يې د مشرانو جرګې غړيتوب تر لاسه کړى او بله په ولايتي شورا کې ده. دغه راز د ښاغلي هوتکي په وينا، د يوه بل ښځينه غړي پر ځاى يې بل نارينه کانديد وکيل د ولايتي شورا غړيتوب لري. د اروزګان د ولايتي شورا رئيس وايي، د ولايتي شورا او ولايتي ادارې تر منځ اړيکې سمې دي او يو د بل په چارو کې له قانوني ډول پرته دخالت نه کوي. نوموړى باور لري، که ولايتي اداره له ولايتي شورا سره همداسي په همږغي ډول خپلو چارو ته دوام ورکړي، نو دا به په اروزګان کې د چارو پر سمون او د ستونزو په کمولو کې پام وړ رول ولري. ده د اروزګان له والي خوښي وښوده چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې يې لاسوهنه نه ده کړې، خو نوموړي د دغه ولايت پخوانى والي تورن کړ چې تېر کال يې د ولايتي شورا په ټاکنو کې مداخله وکړه. هغه که څه هم له ولايتي ادارې څخه کومه ګيله ونه کړه، خو مرکزي اداره يې تورنه کړه چې اروزګان ته کافي پاملرنه نه کوي. د نوموړي په وينا، مرکزي اداره د اروزګان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د چارو د تر سره کولو او د ستونزو د هوارولو په برخه کې ژمنې کوي، خو عملي کړې يې نه دي. د ده په قول، دا ځل به د ولايتي شورا د رئيس په توګه هڅه وکړي چې مرکزي اداره اړه کړي چې د اروزګان چارو ته پاملرنه زياته کړي: ((زما هڅه به دا وي چې له مرکزي ادارې بيا بيا وغواړم چې له اروزګان سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي، ځکه اروزګان ته د مرکزي ادارې نه پاملرنه زموږ تر ټولو لويه ستونزه ده.)) د ځايي چارواکو په وينا، اروزګان د هغو ولايتونو په سر کې ځاى لري چې مرکزي اداره ورته کافي پاملرنه نه کوي. آمان الله هوتکي باور لري چې د خپلو پلانونو په عملي کولو کې د ولايتي ادارې او خلکو مرستې ته اړتيا لري. هغه له ټاټوبي اوونيزې سره په خپلو څرګندونو کې د اروزګان له ولايتي ادارې او خلکو وغوښتل چې د دوى د اصلاحي پروګرامونو په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړي. ده په ځانګړي ډول پر خلکو ږغ وکړ چې خپلې ستونزې د ولايتي شورا له لارې منعکسې کړي: ((زما د اروزګان د خلکو څخه دا غوښتنه ده چې په هره برخه کې شکايت ولري، د فساد په اړه وي او که له ولايتي يا مرکزي ادارې غوښتنه وي، نو بايد زموږ سره اړيکې ونيسي، تر څو موږ يې ږغ تر اړوند ځايه ورسوو.)) ښاغلي هوتکي ژمنه وکړه چې د اروزګان د خلکو ستونزې به آن خپله ولسمشر ته هم رسوي، تر څو د هواري په برخه کې يې اقدام وشي. د يادونې وړ ده چې د ولايتي شورا د کاري تګلارې له مخې هر کال د شورا د غړو تر منځ ټاکنې کېږي او په پايله کې يې د ولايتي شورا رئيس، مرستيال او منشي د يوه کال لپاره ټاکل کېږي. که څه هم دا چاره په ډېرو ولايتونو کې په عادي ډيموکراټيک ډول تر سره کېږي، خو په ځينو ولايتونو کې دا چاره په ناندريو اوړي، چې له امله يې د ولايتي شوراګانو فعاليتونه ټکني کېږي.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←