اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

بلــــــنــــه

ګرانو مينه والو!
دايسوسى ايشن دوبئ په خصوصي تعاون سره داماراتوپښتوادبي ټولنې مرکزدبئ داهتمام لاندې په عربستان کښ دپښتوادبي هلوځلو اوليني محرک ښاغلي تاج انور اعجازخټک د وړمبئ شعري مجموعې (شـــورشـــور خـامــوشــــي) دمخ کتنې دستوره دفرورئ ۲۰۱۳ .ءپه څوارلسمې نيټې ماسختن ۸ بجې دجمعې په شپه مرکزپاکستان دوبئ کښې ټاکلي شوي ده
ددې غونډې صدارت به د پاکستان ايسوسي ايشن دوبئ صدر ډاکټر ضياء الحسن کوي اؤ خصوصي ميلمه به دافغانستان ګران اؤ قدرمن شاعر ښاغلې عبدالله ژوندون وي . په دې غونډه کښې به دټول عربستان شاعران اؤ ليکوالان د اعجازخټک په عربستان کښې ديرش کاله ادبي ژوند اؤ فن مقالې آوروي .
داماراتوپښتوادبي ټولنې ابوظهبئ، قومي پښتوادبي ټولنې العين اؤ دافغان ادبي فرهنګ العين ټول شاعران اؤ اديبان به ګډون کوي. تاسوته خواست دې چه مونږ پخپل ګډون سره اونمانځئ
اړیکي
بشيراحمدبشير 050-6261089 ممتازآورکزئي 050-4217768
فضل رحيم رحيم050-6840837 شاه رسول ناشاد050-5142788
اختيارالله آورکزئي 050-2884010
داماراتوپښتوادبي ټولنې مرکزدبئ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←