اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

د کندهار د سوداګرۍ

د کندهار د سوداګرۍ خونې رئيس وايي، د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې د کندهار سوداګرۍ د کميت له پلوه لنډمهاله او د شرايطو له تقاضا سره مطابق وده کړې، خو د کيفيت له پلوه په دې برخه کې هيڅ هم نه دي شوي. حاجي نصرالله زهير د دلوې پر نولسمه نېټه له ټاټوبي اوونيزې سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې د هيواد د صادراتو او وارداتو د نسبي انډول برابرولو لپاره هم څه نه دي شوي. دى وايي، همدا اوس د صادراتو او وارداتو تر منځ دومره توپير شتون لري، چې په هيڅ ډول د پرتلې وړ نه دى. هغه زياته کړه: ((له بده مرغه زموږ د سوداګرۍ د اساسي ودې لپاره هيڅ نه دي شوي. همدا اوس زموږ صادرات پنځه فيصده، خو واردات مو پنځه نيوي فيصده دي.)) د ښاغلي زهير په وينا، سره له دې چې سوداګري پر صنعت، کرهڼه او وارداتو ولاړه ده، خو دا مهال زياتره کندهاري سوداګر يوازي د وارداتو په برخه کې سوداګري کوي. د ده د معلوماتو له مخې، په لومړيو کې د کندهار سوداګرو شاوخوا يو نيم سل فابريکې راوړلې، خو له دې امله چې د صنعت څخه د ملاتړ لپاره کومه معقوله اقتصادي او ګمرکي تګلاره جوړه او عملي نه شوه، نو ځکه زياتره فابريکې بيرته له فعاليته ولوېدلې. د دغو فابريکو د نه فعالتيا د ثابتې برېښنا تر څنګ، د صنعت د ودې لپاره د نورو اړينو سهولتونو نشتوالى بلل کېږي. ښاغلى زهير اندېښنه ښيي، که يو معقول ګمرکي سيسټم نه وي، ممکنه نه ده چې په کور دننه صنعت مو وده وکړي. هغه وايي: ((زموږ فابريکې ښه توليد لري، خو له بهره د هغوى د توليد په شان بهرني توليدات په آسانه او ارزانه توګه مارکېټ ته واردېږي، چې دا د صنعت د اساسي ودې په وړاندي تر ټولو لوى خنډ دى.)) دا اندېښنه داسي مهال په ګوته کېږي چې کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د کندهار د ولايتي بيارغونې ډلې له مسوولينو غوښتي چې د کندهار د صنعتي پارک د فعالتيا لپاره د نسبي دايمي برېښنا په برابرولو کې مرسته وکړي. د کندهار د دولتي رسنيو د راپورونو له مخې، والي وويل: ((د فابريکو فعالتيا هم د اقتصاد په پياوړتيا او هم د ثبات په راوستلو کې مرسته کړې ده. د ولايتي بيارغونې ټيم دې د دغو فابريکو لپاره د برېښنا په برابرولو کې مرسته وکړي.)) د يادونې وړ ده چې د کندهار فابريکو د شاوخوا دوو کلونو لپاره کافي برېښنا لرله، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورته برابره کړل شوې وه، خو اوس ويل کېږي چې ياده پروژه ختمه شوې او دا وېره زياته شوې چې ښايي يو وار بيا د کندهار صنعتي پارک له برېښنا بې برخې شي. دغه راز د ګمرکي تعرفې لوړوالى هم هغه څه دي چې د ښاغلي زهير په وينا، افغان سوداګري يې زيانمنه کړې ده. د کندهار د سوداګرو دغه مشر دغه راز وايي چې له ګاونډيو هيوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د يوې ثابتې پاليسي نشتوالى هم د افغان سوداګرو لپاره ستونزې جوړې کړې دي. هغه وويل، ايران او پاکستان هيوادونه، چې افغان سوداګر زيات واردات د همدغو هيوادونو له لارې کوي، له افغان سوداګرو سره په تجارتي معاملو کې د ټرانزيټ او سوداګرۍ نړيوالو اصولو ته درناوى نه کوي، بلکې د ده په ټکو، د خپلې خوښي مطابق عمل کوي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر وايي، همدا اوس په کراچي بندر کې د افغان سوداګرو څلور زره کانټينره مالونه بند پاتې دي، چې د پاکستاني لوري له خوا ورته افغانستان ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي. د نوموړي په قول، سره له دې چې دا ستونزه آن تر ولسمشره رسېدلې او په لويه کچه د دواړو حکومتونو تر منځ راپورته شوې، خو بيا يې هم په اړه اساسي پرېکړه نه ده شوې. ايران هم له افغانستان سره په سوداګرۍ کې تقريباً ورته تګلاره لري. نصرالله زهير وايي، سملاسي دوى له ايران سره په سوداګرۍ کې لويه ستونزه نه لري، خو اساسي ستونزه دا ده چې دا هيواد هم له افغان سوداګرو سره په معامله کې نړيوال قوانين تر پښو لاندي کوي. د کندهار د سوداګرو ياد مشر وايي: ((ايران هم زموږ د خپلې خوښې پر اساس چلند کوي، که يې خوښه وه، مالونه مو راپرېږدي او که يې خوښه نه وه، نه يې پرېږدي. پخوا يې د ورځې شل کانټيره مال راپرېښاوه، خو اوس سل راپرېږدي، خو کله يې بيا هيڅ نه پرېږدي.)) پاکستان او ايران هغه هيوادونه دي چې افغانستان تر ټولو زيات لومړني توکي ځني واردوي. دغه راز اوس د چين صادراتو هم افغانستان ته لار پيدا کړې ده. د ښاغلي زهير په وينا، هغه توکي، چې مخکې له پاکستانه راتلل، اوس زياتره له چين څخه راوړل کېږي. چين که څه هم ټيټ بيه توکي جوړوي، خو د سوداګرو په وينا، د کيفيت له پلوه هم ډېر کمزوري وي او دوام نه لري. ښاغلى زهير همدا راز وايي، د تېر يوه کال په اوږدو کې په کندهار کې د تقاضا د کموالي له امله هم عرضه کمه شوې، چې له امله يې سوداګري د پخوا په پرتله زيانمنه شوې ده. د نوموړي په وينا، د ۲۰۱۴ کال اندېښنو هم د کندهار پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کړى دى. دى وايي: ((تقريباً يو کال کېږي چې د نړيوالو ځواکونو د وتلو او د ۲۰۱۴ کال د اندېښنو له امله تقاضا کمه سوې ده. کله چې تقاضا نه وي، عرضه کمېږي، چې دا پر سوداګرۍ لوى اغېز لري. نوموړي دغه اغېز نور هم روښانه کړ او ويې ويل: ((زموږ د مالونو تقاضا او عرضه خو څه، آن د کندهار سوداګر لا کم شوي دي.)) د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې د کندهار د اقتصاد رئيس محمدرحيم رحيمي هم له ټاټوبي اوونيزې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې د کندهار اقتصاد غوړېدلى، خو زياته يې کړه چې د اساسي غوړېدو لپاره يې کافي هلې ځلې، چې د زيربنايي پروژو عملي کول دي، نه دي تر سره شوي. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې د اقتصاد د اساسي پياوړتيا لپاره له شته فرصتونو څخه استفاده نه ده شوې. خو دا په داسي حال کې ده چې دولت په دې وروستيو کې ځيني داسي پروګرامونه طرح کړي، چې د چارواکو په وينا، تمه ده د هيواد د اقتصاد له اساسي پياوړتيا سره مرسته وکړي.

بلخوا د کندهار خبريالان له مطبوعاتي دفتره راضي نه دي اود کندهار يو شمېر سيمه ييز خبريالان د کندهار ولايت د رسنيو د معلوماتو او اړيکو دفتر له خبريالانو سره په نه همکاري تورنوي او وايي چې آن د خپلو دولتي پرمختيايي چارو او عادي پروګرامونو په اړه هم دوى معلومات نه ورکوي. شاوخوا درې کاله کېږي چې په کندهار کې د ځايي ولايتي ادارې له خوا له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتي مرکز فعال شوى، تر څو ځايي ژورنالستان وتوانېږي چې له دغې لارې د پېښو او پرمختياوو په اړه له ولايتي ادارې څخه معلومات تر لاسه کړي. د کندهار سيمه ييزو خبريالانو په لومړيو کې تمه لرله چې د دغه مرکز فعالتيا به معلوماتو ته د دوى لاسرسى زيات کړي، خو اوس وايي، پايله يې د دوى د تمې خلاف راختلې ده. د کندهار يو سيمه ييز آزاد خبريال غلام محمد معصومي وايي، يوولس کاله کېږي چې د کندهار سيمه ييز خبريالان د پرله پسې شکايتونو سره سره نه دي توانېدلي چې له قانون سره سم د پېښو په اړه معلوماتو او د ستونزو په اړه د چارواکو غبرګون ته لاسرسى پيدا کړي. د نوموړي په وينا، که څه هم د ولايت د مطبوعاتي مرکز له جوړېدو سره په نسبي ډول د کندهار ولايتي ادارې د غبرګون او معلوماتو تر لاسه کولو ته د خبريالانو لاسرسى زيات شوى، خو وايي، ستونزه اوس هم پاتې ده. معصومي وايي: ((يوولس کاله کېږي چې موږ نارې وهو چې موږ ته پر وخت معلومات نه راکول کېږي، چارواکو هم بيا بيا د دغې ستونزې د حل ژمنې کړې، خو ستونزه تر اوسه پر خپل حال ده او لا هم اړين او پر وخت معلومات نه راکول کېږي.)) د ښاغلي معصومي په اند، دا ستونزه يوازي تر چارواکو محدوده نه ده، بلکې په باور يې خپله ځايي خبريالان هم نه دي توانېدلي چې په همږغي ډول خپلو ستونزو ته انعکاس ورکړي. خبريالان غلام محمد معصومي وايي، د کندهار سيمه ييزو خبريالانو په بېلابېلو نومونو د خبريالانو د دفاع او همږغۍ نهادونه جوړ کړل، خو د يوه په پاللو هم ونه توانېدل. دى وايي: ((بدبختانه دلته په څو نومونو د خبريالانو نهادونه جوړ شول، خو په يوه کې هم موږ په همږغي ډول راټول نه شوو، چې دا هم يوه ستونزه ده.)) د اساسي قانون له مخې، نه يوازي خبريالان، بلکې د ټولنې ټول عام وګړي حق لري چې بايد معلوماتو ته لاسرسى ولري. دغه راز قانون چارواکي مکلف بللي چې بايد رسنيو ته د پېښو او پرمختياوو په اړه معلومات ورکړي. په کندهار کې د خبريالانو د ملاتړ ادارې (نى) سيمه ييز مشر عبدالسميع غيرتمل وايي، د افغانستان د رسنيو د قانون په پنځمه ماده کې راغلي چې هر افغان حق لري چې معلومات تر لاسه کړي، البته په دې شرط چې د افغانستان ملي ګټې به پکې په نظر کې نيول شوې وي. د نوموړي په وينا، د دغې قانوني مادې پر اساس د افغانستان ټول چارواکي مکلف دي چي افغانانو ته د خپلو تر سره شوو کارونو په اړه معلومات ورکړي. غيرتمل وايي، د کندهار ولايتي ادارې څو کاله وړاندي په ياده برخه کې خورا درنې ستونزې لرلې او دلته د هر ډول معلوماتو راټولونه خورا ګران کار و، خو د نوموړي په قول، د ښه مرغه په دې وروستيو کې ياد حالت خورا ښه شوی و، چې دى يې دا اصلاحي حرکت ستايي. خو نوموړي ټاټوبي اوونيزې ته همدا راز وويل چې رسنيو ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې توپيري چلند اوس هم کېږي: ((له بده مرغه يو شمېر خبريالان د دغې ستونزې يادونه بيا کوي او وايي چې يوې رسنۍ ته خورا وختي معلومات وي، خو د نورو رسنيو په واک کې بيا ډېر وروسته او يا هم معلومات هيڅ نه ورکول کېږي، چې دا يو توپيري چلند دى.)) ښاغلي غيرتمل د کندهار له ولايتي ادارې وغوښتل چې قانون ته په کتو د ټولو چارو په اړه د ملي ګټو په پام کې نيولو سره خبريالانو ته پر وخت معلومات ورکړي، تر څو عام وګړي پوه شي چې په چاپېريال کې يې څه روان دي. د کندهار پريس کلب مشر او فرهنګي فعال دواخان مينه پال هم دا ستونزه يادوي او وايي چې په کندهار کې له رسنيو سره د معلوماتو د ورکولو په برخه کې توپيري چلند کېږي. ښاغلي مينه پال ټاټوبي اوونيزې ته وويل چې مخکې يې هم په دې اړه خپل انتقادي ږغ پورته کړى او يو وار بيا غواړي د ټاټوبي اوونيزې له لارې د کندهار د ژورناليستانو دا ستونزه منعکسه کړي. مينه پال وايي: ((له بده مرغه د کندهار د رسنيو او معلوماتو مرکز غواړي سرچينې محدودې کړې، له همدې امله له رسنيو سره توپيري چلند کوي، نورو رسنيو ته وختي، خو سيمه ييزو ته ناوخته معلومات ورکوي، چې دا عادلانه نه ده.)) مطبوعاتي فعال دواخان مينه پال په کندهار کې د ژورناليستانو د سيمه ييز مدافع په توګه له ولايتي ادارې غواړي چې دا ستونزه هواره کړي. که څه هم ځيني خبريالان شکايت کوي چې ګواکې د پېښو په اړه د ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا معلومات پر وخت نه ورکول کېږي او يا بېخي معلومات نه ورکول کېږي، ځيني بيا ادعا کوي چې آن ياده اداره د خپلو عادي پرمختيايي چارو په اړه هم رسنيو ته د خبر ورکولو په برخه کې همکاري نه کوي. د کندهار يو سيمه ييز خبريال، چې نه غواړي نوم يې خپور شي، وايي: ((زياتره وخت موږ آن له خپلو غونډو څخه هم نه خبروي، چې دا خورا د تعجب وړ ده.)) دغه راز نوموړى وايي، دوى نه توانېږي چې د چارو په اړه د خلکو د ستونزو او شکايتونو په غبرګون کې هم د چارواکو نظر واخلي. هڅه مو وکړه چې د کندهار د سيمه ييزو مطبوعاتي فعالينو د دغو شکايتونو په غبرګون کې د کندهار ولايتي ادارې د رسنيو د اړيکو او معلوماتو د مرکز د مسوولينو او يا هم نورو ولايتي چارواکو نظر هم واخلو، خو د پرله پسې او زياتو کوښښونو سره سره ونه توانېدو. د يادونې وړ ده چې دا مهال په کندهار کې ګڼې سيمه ييزې رسنۍ فعالې دي، چې د مدني فعالينو په وينا، د بيان د آزادي په تحقق کې يې رول د پام وړ بلل کېږي.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←