اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

کندهار: د معتادينو شمېر کم شوى

د يوې سروې پايلې ښيي چې په کندهار کې پنځه زره تنه په نشه يي توکو روږد دي، خو د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کوونکي ولايتي چارواکي د دغې سروې له پايلو سره موافق نه دي، بلکې وايي چې په دې برخه کې د يوې دقيقې سروې تر سره کولو ته اړتيا ده. دا په داسي حال کې ده چې تر دې لږ مخکې د کندهار د نشه يي توکو ضد ادارې اټکل کړى و چې ښايي په دغه ولايت کې په لسګونو زره کسان په نشه يي توکو روږد

وي. يوې ورځپاڼې خو دا هم ليکلي وو چې په کندهار کې هر دوولسم کس په نشه يي توکو روږد دى. د کندهار ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وايي، د کندهار ولايتي ادارې تېر کال خورا زياتې هلې ځلې وکړې، څو د کوکنارو کښت له منځه يوسي، خو کابل څنګه چې ښايېدله، همکاري ونه کړه. هغه، چې د کندهار ولايت مقام د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يې جوړې شوې مطبوعاتي غونډې ته خبرې کولې، وويل چې تېر کال يې دوه زره او پنځه سوه هکټاره مځکه د کوکنارو له کښتونو څخه پاکه کړې، خو په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يا UNODC يوازي نهه سوه او دوه ويشت هکټاره ورته په رسمي توګه حساب کړې ده. د نشه يي توکو ضد دغه چارواکى وايي: ((موږ تېر کال په کندهار کې دوه زره او پنځه سوه هکتاره مځکه له کوکنارو پاکه کړه، خو د ملګرو ملتونو اړوند ادارې يوازي نهه سوه او دوه ويشت هکتاره رسماً تائيد کړه، چې دا غالباً د هغوى په فعاليتونو کې د ستونزو د شتون او د مسلکي کسانو د نه شتون زېږنده ده.)) ښاغلي شکران زياته کړه چې تېر کال يې په کندهار کې د معتادينو د شمېر د کمېدو لپاره هم زياتې هڅې کړې او دا مهال په دې ولايت کې د معتادينو د تداوي لپاره څلور فعال روغتونونه شتون لري، چې د معادينو د تداوي کولو په برخه کې يو ښه ګام بلل کېږي. نوموړي له دې امله خوښي وښوده چې تر دې وړاندي په کندهار ښار کې د معتادينو شمېر ډېر زيات و، خو اوس په داسي حال کې د معتادينو شمېر کم شوی، چې له ځينو بهرنيو هيوادونو څخه افغان کډوال هم راستانه شوي. شکران په کندهار کې د يوې بهرنۍ مؤسسې له خوا د تر سره شوې سروې يا پلټنې له مخې وويل چې د ټول کندهار په کچه د معتادينو شمېر پنځه زره تنه دى، خو نوموړي له يادې سروې سره موافقت ونه ښود. هغه يادونه وکړه چې په دې اړه بايد نوې او دقيقه سروې تر سره شي: ((زه له دې شمېرې سره موافق نه يم چې ګواکې په کندهار کې يوازي پنځه زره کسان په نشه يي توکو روږد دي، بلکې اړتيا ده چې په دې برخه کې يوه دقيقه سروې وشي، تر څو څرګنده شي چې څومره کسان دلته په نشه يي توکو روږد دي.)) د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې دغه ولايتي چارواکي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل چې د دغو معتادينو له ډلې څخه څومره يې ښځې او څومره هم کوچنيان دي. په کندهار کې د معتادينو د درملنې لپاره د روغتونونو په اړه ښاغلي شکران د څلورو روغتونونو د شتون خبره وکړه، خو نوموړي ياد روغتونونه هم کافي ونه بلل او يادونه يې وکړه چې دوی په کندهار کې د معتادينو د درملنې لپاره يوه پراخ او لوی روغتون ته اړتيا لري، چې په خبره يې په دې اړه ورسره د اړوند وزارت له خوا ژمنه شوې او په ښوراندام نومې سيمه کې ورته مځکه هم ټاکل شوې ده. ګل محمد شکران د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ځيني کروندګر په دې فکر دي چې دوی ته بايد د کوکنارو د نه کرلو په مقابل کې مځکه او نقدې پيسې ورکړل شي، خو نوموړي دا عمل د افغانستان د اساسي قانون د اوومې مادې له مخې ناسم وباله او ويې ويل، هغه کس ته چې دغه ناروا او ناوړه توکي کري، راکړه ورکړه او کاروبار يې کوي، په مقابل کې هيڅ نه ورکول کېږي او دولت يې يوازي يې د مخنيوي مسووليت پر غاړه لري. شکران وايي: ((ځيني خلک مو داسي فکر کوي چې موږ ته بايد دولت د نشه يي توکو د اړولو په مقابل کې يو څه راکړي، حال دا چې دا د قانون خلاف ده او چا ته په دې نامه امتيازات نه ورکول کېږي.)) ښاغلي شکران د کندهار په څلورو ولسواليو لکه: دامان، تخته پل، ډنډ او ارغنداب کې د کوکنارو د کرکېلې صفر کېدل د خپل رياست د سترو لاسته راوړونو په توګه ياد کړل او يادونه يې وکړه چې اوس مهال يوازي په څو محدودو ولسواليو کې کوکنار په ډېره لږ کچه کرل شوي، چې په خبره يې د لږ مودې په اوږدو کې به په يادو ولسواليو کې هم د ترياکو او نورو نشه يي توکو کرکېله په بشپړ ډول له منځه يوسي. هغه وايي: ((په ځينو سيمو کې کوکنارو کرل شوي دي، خو د نورو وختونو په پرتله کم دي. موږ به يې د اړولو لپاره ډېر ژر اقدام وکړو.))

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←