تـــــل افــــغـــان وېب پاڼه دوه کلنه شوه، څنگه يې ارزوئ؟
درنـــــــو دوســــــتــانـــــو!
ښــې چــــارې ، خـوښـي او بـريـــا مــو د ژونــد پــه ټـولـو بــرخـو !
تل ا فغان وېب پاڼې د ۲۰۰۴ ز کال د اگست په پينځلسمه نيټه د افغان هر اړخيزې ربړې د حل د لارو چارو او د يوه پتمن ، بريمن ، خوښ ، سوکاله او سيال مهذب انساني ژوندانه د بنسټ ايښودو او جوړولو په اړوند زموږ د روښانفکره او پوهگړ پوړ د ګروهو ( نظرونو )او هيلو د بې پرې او بې سانسوره خپرېدو په نيت د پرليکه ( Online ) رسنۍ په بڼه په خپرونو پيل کړى و . له هاغه دمه بيا تر دې مهاله دا دى نږدې دوه کاله تېر شول .
د يادونې موخه مو د دې لپاره نه ده چې گوندې د چا شاباسي او ستاينو ته سترگې په لار يو او برېتونه تاوو چې (( يره غټه توره مو کړې ده )) بلکې ښايي له تاسې درنو لوستونکو هيله من شو چې:
پدې کې هېڅ اړنگ ( شک ) نشته چې د تل افغان وېب پاڼې په څېر خپرونه به چې يوازې د يوه تن د گوتو د ټکهار، شوگيرونو،د دغه موجودو ليکوالو د ليکنو او د لنډو تنگو امکاناتو محصول وي ، له نيمگړتياوو او بدرنگيو څخه ډکه وي ،که يې انگېرئ چې تل افغان وېب پاڼه د خپلو موخو په اړوند يو څه ژمنه ده او دخپل رسالت بار تر يوځايه په خپلو ناتوانو اوږو وړلاى شي ، د چلوونکي هلې ځلې يې د (( گونگټې )) عبث خواري نه ده ، نو د دغه نيمگړتياوو په نخښه کولو او د له مينځه وړلو په اړوند يې خپلې گروهې ، گوتنيونې،ارزونې او يا په بل عبارت په اړوند يې کره کتنې له موږ مه سپموئ . ژمنه کوو چې ستاسې درنې گروهې او مشورې به د خپل راتلونکي کار په بهير کې تر ژورې پاملرنې لاندې نيسو .
په افغاني مينې او ادب
ډاکـــتـر جـــمــشـېـد ســـــــمـون
دتل افغان وېبپاڼې مسئول چلوونکى
د۲۰۰۶ ز کال د اگست پينځمه
