اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ نوې زړې

په زېږنتون کې ولادت د مېندو د مړينې خطر کموي

د کندهار د عامې روغتيا چارواکي وايي، په کندهار کې يې د عادي ولادتونو لپاره نوى زېږنتون فعال کړى، تر څو په دې ولايت کې د ولادت يا د کوچني زېږولو پر مهال د مېندو او کوچنيانو د مړينې ګراف راټيټ شي. ياد زېږنتون، چې د کندهار د عامې روغتيا رياست څنګ ته، د عطاجان جامع پر مخامخ موقعيت لري، د هالېنډ هيواد په مالي مرسته فعال شوى دى. د کندهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، ياد زېږنتون، چې په يوه وخت کې د شپږو نورمال يا عادي ولادتونو ظرفيت لري، څلورويشت ساعته فعال او د مراجعينو پر مخ پرانيستى وي. ډاکټر پخلا، چې له ټاټوبي اوونيزې سره يې په يوه ځانګړې مرکه کې د ياد زېږنتون په اړه څرګندونې کولې، وويل چې ياد زېږنتون د ميرويس روغتون له زېږنتون سره توپير لري: ((دا زېږنتون د عادي يا نورمال ولادتونو لپاره دى. دلته به هغه ولادتونه تر سره کېږي چې پېچلي نه وي او عملياتو ته اړتيا ونه لري.)) د نوموړي په وينا، دغه زېږنتون، چې د نهو تنو مجربو قابلو په شمول، اتلس تنه کارکوونکي لري، لس بستره او پر يوه وخت د شپږو نورمال ولادتونو لپاره امکانات لري. د پخلا د معلوماتو له مخې، په دغه زېږنتون کې به نورمال ولادتونه تر سره کېږي او هغه ولادتونه چې پېچلي وي او عملياتو ته اړتيا ولري، هغه به د ميرويس روغتون د نسايي او ولادي څانګې ته بېول کېږي. ياد زېږنتون د دغې چارې لپاره ځانګړى امبولانس لري، چې څلورويشت ساعته فعال وي. ډاکټر پخلا باور لري چې د دغه روغتون فعالتيا به نه يوازي په کندهار کې په يو صحي روغتيايي مرکز يا زېږنتون کې د عادي ولادتونو تر سره کېدل عام کړي، بلکې د ميرويس روغتون پر نسايي ولادي څانګه به هم د مراجعينو بېروبار راکم کړي. ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، په کور کې د يو نامسلکي کس او دغه راز په زېږنتون کې د ښځينه روغتيايي پرسونل پر لاس د ولادت تر منځ له روغتيايي پلوه ډېر توپير دى. دى وايي: ((په زېږنتون کې ولادت، چې په يوه پاک چاپېريال کې د روزل شويو قابلو پر لاس تر سره کېږي، د کور له ولادت سره، چې د يو نامسلکي ښځې پر لاس په يوه ناپاک او ناخوندي چاپېريال کې تر سره کېږي، ډېر فرق لري.)) د نوموړي په وينا، هغه ولادتونه، چې په کور کې تر سره کېږي، د مور او کوچني ژوند له خطر سره مخ کوي، خو هغه ولادتونه چې په زېږنتون کې تر سره کېږي، نه يوازي د سالم ولادت تضمين کوي، بلکې د ولادت پر مهال د مور او کوچني د مړينې خطر هم راکموي. د کندهار د روغتيايي چارو مشر وايي، په کندهار کې د دغه زېږنتون فعالول د دوى د هغو روغتيايي پروګرامونو يوه برخه ده چې په دغه ولايت کې روغتيايي آسانتياوو ته د خلکو د لاسرسي او د مېندو او کوچنيانو د مړينې د ګراف د راټيټولو په موخه پيل شوي دي. ده زياته کړه چې دا ډول پروګرامونه د هيواد په سطح پلي شوي او خورا ګټور تمام شوي دي: ((پخوا د ولادت پر مهال په هرو يو لک ښځو کې ۱۶۰۰ تنو يې ژوند له لاسه ورکاوه، خو د روغتيايي سهولتونو له زياتوالي سره نوې سروې ښيي چې اوس په هرو يو لک ښځو کې يوازي ۳۲۷ تنې يې د ولادت پر مهال ژوند له لاسه ورکوي، چې دا په هيواد کې د مور او کوچني د مړينې په کچه کې د پخوا په پرتله زيات کموالى ښيي.)) د کندهار د روغتيا رياست د شمېرو له مخې، هر کال په دغه ولايت کې شاوخوا څوارلس زره ولادتونه کېږي، چې ډېر يې نارمل وي. پخلا وايي، د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په ټول کندهار کې اته زره ولادتونه تر سره شوي دي. ښايي دا يوازي هغه ولادتونه وي چې په روغتيايي مرکزونو کې تر سره کېږي، ځکه د ټولنې د پوهاوي د کچې د ټيټوالي له امله ډېرى خلک اوس هم د ولادت لپاره خپلې ښځې ځانګړي روغتيايي مرکز يا زېږنتون ته نه بايي. په کندهار کې د خلکو د پوهاوي د کچې د ټيټوالي له امله د عادي ولادت لپاره روغتون ته د خلکو ورتګ معمول نه دى. دغه راز هغه کسان، چې مراجعه کوي، زياتره يې د زېږنتون اصولو ته پام نه کوي، چې په دې ډول د زېږنتون روغتيايي پرسونل ته ستونزې جوړوي. د کندهار د عامې روغتيا رئيس له خلکو غواړي چې نه يوازي خپلې خويندې او مېندې د نورمالو ولادتونو لپاره ياد زېږنتون ته بوزي، بلکې د ده په ټکو، ښه دا ده چې د زېږنتون اصولو ته درناوى وکړي. پخلا وايي: ((کله چې د ولادت لپاره يو مور راوستل کېږي، په کار ده چې يوازي يو پايواز ورسره وي، ځکه اضافي پايوازان زموږ پرسونل ته ستونزې جوړوي. همدا راز ځيني پايوازان ګيله کوي چې زموږ د ناروغ کار نه کېږي او يا ځنډېږي، حال دا چې داسي نه ده، بلکې دا خپله نېټه لري او د هغه وخت تر رارسېدو پوري روغتيايي پرسونل انتظار باسي او ناروغ يې تر مراقبت لاندي وي.)) ډاکټر پخلا دغه راز له مېندو غواړي چې د حمل لرلو پر مهال لږ تر لږه څلور واره د هغې قابلې سره مشوره وکړي چې د دې د ولادت چاره يې پر غاړه وي. تر اوسه يوازي د کندهار ښار په سطحه د نورمال او غيرنورمال ولادتونو لپاره ځانګړي روغتيايي مرکزونه فعال دي او په ولسواليو کې دا روغتيايي سهولت نشته، خو ښاغلي پخلا وويل چې په زياتره ولسواليو کې په روغتيايي مرکزونو کې ښځينه روغتيايي پرسونل شته او مېندې کولاى شي د ولادت پر مهال ورته مراجعه وکړي. ده د کندهار د روغتيايي چارو د مسوول په توګه ومنله چې لا هم په شاوخوا پنځو ولسواليو کې يا روغتيايي مرکزونه نشته او يا هم هلته فعال مرکزونه ښځينه روغتيايي پرسونل نه لري. هغه زياتوي: ((موږ په نېش، ميانشين، غورک، ښوراوک، معروف او رېګستان ولسواليو کې يا کلينيک نه لرو او يا په ځايي کلينيک کې قابلې نه لرو، چې مېندې ورته د ولادت لپاره مراجعه وکړي.)) ډاکټر عبدالقيوم پخلا دا هم ومنله چې د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې يوازي قابلې شته او تر اوسه پکې ښځينه ډاکټرانې فعاليت نه لري. د کندهار په روغتيايي انستيتيوت کې هر کال شاوخوا څلوېښت تنې قابلې روزل کېږي، خو ويل کېږي چې يوازي قابلې ستونزه نه هواروي، بلکې د ښځينه ډاکټرانو شتون ته هم سخته اړتيا ده. ښاغلى پخلا وايي، په کندهار کې د روغتيا په برخه کې د عامه پوهاوي د کچې لوړول يې هم په لومړيتوبونو کې دي او د دغې چارې لپاره يې يو لړ اقدامات کړي دي. د نوموړي په خبره، همدا اوس د ټولنې د روغتيايي رضاراکانو په نامه روغتيايي پرسونل ګرځنده فعاليت لري، تر څو خلکو ته د روغتيايي چارو په اړه لومړني معلومات ورکړي. دغه کسان دنده لري چې د نورو روغتيايي معلوماتو تر څنګ، مېندې پوه کړي چې د ولادت لپاره زېږنتون ته مراجعه وکړي او په دې ډول د ولادت پر مهال د ځان او کوچني د ژوند خونديتوب تر ډېره تضمين کړي. سره له دې چې د تېرو اوو اتو کلونو راهيسي په کندهار کې د روغتيايي خدماتو د فعالتيا په برخه کې زياتې هلې ځلې شوې، خو لا هم د ناامنيو له امله د درېيو - څلورو ولسواليو خلک آن له لومړنيو روغتيايي آسانتياوو څخه هم بې برخې دي.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

نوې زړېپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←