شېرزي انستيتيوت
شېرزي انستيتيوت (۴۵۰۰) تنه زدکوونکي روزلي
په کندهار کې د شېرزي خصوصي انستيتيوت اداري مرستيال وايي، دغه انستيتيوت د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې ۴۵۰۰ تنه زدکوونکي د عصري علومو په بېلابېلو رشتو کې روزلي دي. د دغو زدکوونکو درېيمه برخه يې ښځينه دي. شېرزى د انګلېسي ژبې او معلوماتي ټکنالوژۍ انستيتيوت، په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې د کندهار د پخواني او د ننګرهار د اوسني والي ګل آغا شېرزي له لوري په خصوصي ډول تاسيس شوى، چې مالي لګښت يې هم د هغه له لوري ورکول کېږي. د دغه انستيتيوت اداري مرستيال محمداصف پتيالى وايي، ياد انستيتيوت په کندهار کې لومړنى خصوصي انستيتيوت دى چې په وړيا ډول د عصري ځينو علومو په برخه کې نارينه او ښځينه زدکوونکي روزي. د نوموړي په وينا، د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې دغه انستيتيوت توانېدلى چې ۴۵۰۰ تنه زدکوونکي د انګلېسي ژبې، کمپيوټر، مديريت، ژورناليزم او نورو برخو کې وروزي او ټولنې ته يې وړاندي کړي. پتيالى وايي، د دغو زدکوونکو له ډلې څخه ۱۵۰۰ تنه يې ښځينه وو، چې زياتره يې د انګلېسي او کمپيوټر په برخه کې روزل شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په لومړيو کې په دغه انستيتيوت کې يوازي د انګلېسي ژبې او کمپيوټر په برخه کې زدکوونکو ته روزنه ورکول کېدله، خو وروسته له اړتيا سره سم د مديريت، ژورناليزم او نورو برخو کې هم د زدکوونکو د روزنې پروګرام پيل شو. د ښاغلي پتيالي په باور، د انګلېسي ژبې او کمپيوټر زدکړه له دې کبله ډېره اړينه ده چې د نورو خصوصي زدکړو او د ورځنيو مسلکي چارو د پر مخ وړلو لپاره مهمه وسيله بلل کېږي. محمداصف پتيالى وايي، په شېرزي انستيتيوت کې دا مهال نولس سوه تنه زدکوونکي په زدکړو بوخت دي، چې درې سوه تنه يې ښځينه دي. د سرچينې په وينا، د څلوېښت تنه اداري او تدريسي پرسونل درلودونکي شېرزي انستيتيوت ته اوس هم هره ورځ په لسګونو زدکوونکي مراجعه کوي، خو ياده اداره د کافي ظرفيت د نه لرلو له امله نه ده توانېدلې چې هغوى جذب کړي. دى وايي: ((موږ ته هره ورځ له پنځوسو تر سلو کسانو پوري د داخلې لپاره مراجعه کوي، خو موږ د ودانۍ د تنګوالي له امله د هغوى د جذب ظرفيت نه لرو.)) د دغه خصوصي ښوونيز مرکز اداري مرستيال همدا راز وايي، په دغه انستيتيوت کې هغه کسان تر نورو د داخلې تر لاسه کولو زيات چانس لري چې بېوزلي دي او په نورو خصوصي ښوونيزو مرکزونو کې د پيسو په بدل کې د زدکړو وس نه لري. دغه راز ياد انستيتيوت ته هغه کسان هم د جذبېدو زيات چانس لري چې د خپل تعليمي ژوند په اوږدو کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وي. دغه خصوصي انستيتيوت ته يو ځل د مشرانو جرګې له خوا ستاينليک هم ورکول شوى دى. ښاغلي پتيالي په خپلو څرګندونو کې د خپلو لاسته راوړنو تر څنګ د ستونزو يادونه هم وکړه چې دغه ښوونيزه اداره ورسره لاس او ګرېوان ده. سرچينه وايي: ((زموږ يوه ستونزه دا ده چې کافي ښځينه ښوونکي نه لرو او له همدې امله مو ښځينه زدکوونکو ته هم نارينه ښوونکي تدريس کوي. دغه راز تعمير مو کوچنى دى او زياتو زدکوونکو د جذب ظرفيت نه لرو.)) خو نوموړي هيله وښوده که مالي امکانات پيدا کړي، ښايي ياد انستيتيوت ته د پوهنتون تر کچې ارتقاء ورکړي. ده د زدکوونکو په سالمه روزنه کې د دغه انستيتيوت رول د پام وړ وباله، خو د لا مؤثريت لپاره يې له والدينو وغوښتل چې کله ناکله د خپلو زدکوونکو نظارت وکړي. محمداصف پتيالى وايي: ((د زدکوونکو له والدينو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې راشي او د خپل زدکوونکي پوښتنه وکړي چې حاضري ورکوي او که يا او دغه راز څه يې زده کړي او که يا؟ موږ آماده يو چې حتى د يو زدکوونکي د يوه کال معلومات هم د هغه والدينو ته ورکړو.)) ښاغلي پتيالي وويل، شېرزى انستيتيوت په نژدې راتلونکي کې په پلان کې لري چې د زدکړو داسي ميتود هم پيل کړي چې په ټولګي کې د زدکوونکو حضور حتمي نه وي. د هغه په وينا، زدکوونکو ته به د زدکړې لپاره کتاب او لکچر ورکول کېږي، هغه به په کور او کارځاى کې زده کوي او يوازي د ازموينې لپاره به انستيتيوت ته مراجعه کوي. د شېرزي معلوماتي ټکنالوژۍ او مسلکي زدکړو انستيتيوت مسوولين داسي مهال په خپلو چارو کې د بريا ادعا کوي چې پر خصوصي ښوونيزو مرکزونو نيوکې کېږي چې ګواکې د تدريس کيفي معيارونو ته پام نه کوي او يوازي کميت ته ترجيح ورکوي.
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه
